د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د۲۰۲۶ کانټیننټال نړیوالو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د غوره لوبې په وړاندې کولو سره نیوزیلنډ ته د ۶-۱ په پایلې ماته ورکړه. دژان دیدوویچ شاګردانو په دې بریا سره په دغو سیالیو کې خپل حضور په هیلهبښونکي کارکردګۍ پای ته ورساوه.
د افغانستان ملي لوبغاړو لومړۍ نیمایي په بریدیزې لوبې پیل کړه او د ۴-۰ په برتري سره رخصتۍ ته ولاړل. امید قنبري په شپږمه او څوارلسمه دقیقه کې دوه ځله د نیوزیلنډ دروازه خلاصه کړه. وروسته جواد حیدري په اتلسمه دقیقه کې درېیم ګول وواهه او څو ثانیې وروسته مهران غلامي څلورم ګول هم د افغانستان لپاره ثبت کړ.
په دویمه نیمایي کې نیوزیلنډ په ۲۵مه دقیقه کې یو ګول جبران کړ؛ خو افغانستان خپله برتري وساتله او اجازه یې ورنه کړه چې سیال بېرته لوبې ته راوګرځي. د ملي لوبډلې کپټان اکبر کاظمي هم په ۲۹مه او ۳۵مه دقیقو کې دوه ګولونه ووهل، چې په دې سره وروستۍ پایله د افغانستان په ګټه ۶-۱ ثبت شوه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې څلور لوبې ترسره کړي. دې لوبډلې له تایلنډ او ویتنام څخه ماته وخوړه، له روسیې سره یې مساوي لوبه وکړه او په وروستۍ لوبه کې یې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه. افغانستان په ټولیز ډول په دغو سیالیو کې ۱۱ ګولونه ووهل او ۱۲ ګولونه یې وخوړل.
که څه هم افغانستان دا سیالۍ د یوې بریا، یوې مساوي لوبې او دوو ماتو سره پای ته ورسولې، خو د نړۍ د درجهبندۍ اووم مقام لرونکې روسیې پر وړاندې د دې لوبډلې لوبه او د نیوزیلنډ پر وړاندې قاطع بریا د نوي تخنیکي کادر تر مشرۍ لاندې د ملي لوبډلې د پرمختګ او لا زیاتې همغږۍ نښې وښودلې. دا کارکردګي کولی شي د راتلونکو سیالیو لپاره د لوبډلې د لا ښه چمتووالي زمینه برابره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








