TOOSnews
اعلان
له نجات خلي وروسته؛ طالبان په هلمند كې د كركټ لوبغالى هم ړنګوي.
ورزشټوس نیوز

له نجات خلي وروسته؛ طالبان په هلمند كې د كركټ لوبغالى هم ړنګوي.

۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

طالبانو په دې وروستیو کې په کابل کې د نجات څلي تر نړولو وروسته، اوس په هلمند ولایت کې د کرکټ د یوه مشهور لوبغالي د ړنګولو چارې هم پیل کړې دي. ځايي سرچینې وایي، دغه اقدام د طالبانو د مشر د مستقیم امر پر بنسټ ترسره کېږي او ټاکل شوې چې د لوبغالي پر ځای لوی جومات یا عیدګاه جوړه شي.

د راپورونو له مخې، د هلمند دغه کرکټ لوبغالی د لښکرګاه ښار اړوند سیمه کې موقعیت لري او له کلونو راهیسې د ځوانانو د ورزشي فعالیتونو مهم مرکز ګڼل کېده. د ورزشکارانو او ځايي خلکو په وینا، دغه لوبغالی یوازې د لوبو میدان نه و، بلکې د سلګونو ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا او استعداد د ودې ځای هم و.

د هلمند د ورزشکارو ځوانانو ځینو ټولنو د دې پرېکړې پر ضد اعتراض کړی او ویلي یې دي، چې د ورزشي تاسیساتو له منځه وړل به د افغانستان د کرکټ پر راتلونکي منفي اغېز وکړي. دوی ټینګار کړی، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې په نړیوال کرکټ کې د پام وړ پرمختګ کړی او د لوبغالو نړول د ځوان نسل لپاره ناهیلي رامنځته کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.