د سعودي عربستان د مسلکي فوټبال لیګ د وروستۍ اوونۍ په سیالیو کې، د النصر لوبډلې په غوره لوبه سره ضمک لوبډلې ته ۴ د ۱ پر وړاندې ماته ورکړه او د دغو سیالیو د اتلولۍ لقب یې خپل کړ.
النصر په دې بریا سره خپلې نمرې ۸۶ ته ورسولې او د جدول په سر کې ځای پر ځای شو، څو لیګ د اتلولۍ جام په ګټلو پای ته ورسوي.
په دې لوبه کې کریستنو رونالډو په ۶۲ او ۸۰ دقیقو کې دوه ګولونه ووهل او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
د النصر نور دوه ګولونه سایدو مانه په ۳۳ دقیقه او کینګزلي کومان په ۵۱مه دقیقه کې ترسره کړل. رونالډو د دغو دوو ګولونو په وهلو سره د خپل مسلکي فوټبال ټول ګولونه ۹۷۳ ته ورسول.
د وروستۍ اوونۍ په بله لوبه کې، الهلال لوبډلې، چې د اتلولۍ بله مدعي ډله وه، الفیحا ته ۱ د صفر په وړاندې ماته ورکړه، خو د ۸۴ امتیازونو په لرلو سره د جدول په دوهم ځای کې پاتې شوه.
همداراز، الاهلي لوبډلې، چې د اسیا د غوره لیګ دوو دورو اتله ده،د سیالۍ یې د ۸۱ امتیازونو په لرلو سره په درېیم مقام پای ته ورساوه.
لیکواله:سلیمه آریایي








