TOOSnews
اعلان
علی خامنه‌اي وروسته له ۱۳۱ ورځو، د جمعې په سهار د امام رضا په حرم کې خاورو ته وسپارل شو.
نړۍټوس نیوز

علی خامنه‌اي وروسته له ۱۳۱ ورځو، د جمعې په سهار د امام رضا په حرم کې خاورو ته وسپارل شو.

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اسلامي جمهوريت پخوانی مشر،علي خامنه یي، د جمعې په سهار د مشهد ښار د امام رضا په حرم کې خاورو ته وسپارل شو. د ښخولو له مراسمو مخکې، د هغه مشر زوی مصطفی خامنه‌اي د خپل پلار پر جنازې د مړي لمونځ ادا کړ.

د علي خامنه‌اي د جنازې او ښخولو مراسم له ۱۳۱ ورځو وروسته پای ته ورسېدل. د هغه د جنازې مراسم تر مشهد مخکې په تهران او قم ښارونو کې، او همدارنګه د عراق په نجف او کربلا ښارونو کې ترسره شوي وو.

د جنازې او ښخولو د مراسمو پر مهال، مجتبی خامنه‌اي، د علي خامنه‌اي دوهم زوی، په هېڅ یوه مراسمو کې حاضر نه شو. د هغه نه حاضرېدو په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د هغه د روغتیايي حالت یا ژوندي پاتې کېدو په اړه بېلابېلې اټکلونه راپورته کړي دي.

تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې مجتبی خامنه‌اي د سپاه پاسداران په سپارښتنه په هېڅ یوه د خپل پلار د جنازې او ښخولو مراسمو کې ګډون نه کوي. خو تر اوسه د اسلامي جمهوريت چارواکو یا د رهبرۍ دفتر د هغه د نه حاضرېدو د علت په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.

لیکواله:سلیمه آریايي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.