د یاسمین عطايي په نوم یوه افغانه ښځه، چې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کاناډا ته کډواله شوې وه، د کبک ایالت په شربروک ښار کې مړه شوې ده. د کاناډا پولیسو د هغې ۱۸ کلن زوی د وژنې په شک نیولی او د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
کاناډايي رسنیو د سیمهییزو پولیسو له قوله راپور ورکړی چې دغه ۴۱ کلنه ښځه د پنجشنبې په ماښام، د چنګاښ په ۱۸مه، شاوخوا د شپې ۹ بجې د یوه تېره شي، چې ښايي چاړه وي، پرې برید شوی و. هغه روغتون ته له لېږدولو وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې یوه ځوانه نجلۍ، چې ښايي د وژل شوې ښځې لور وي، هم د لاس له ناحیې ټپي شوې ده. پولیس دغه قضیه د «کورني تاوتریخوالي» په توګه څېړي.
پولیسو ویلي چې د دې پېښې شکمن کس د همدې کورنۍ ۱۸ کلن زوی دی، چې د پېښې په ځای کې نیول شوی دی. نوموړی د خپلې مور د وژنې او خپلې خور د ټپي کولو په تور تورن شوی او ټاکل شوې چې د هغه د تورونو په اړه لومړنۍ محکمه د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۲مه، ترسره شي.
د پولیسو په وینا، مامورین هغه مهال د پېښې ځای ته ورسېدل چې ګاونډیانو د کورنۍ د شخړې په اړه خبر ورکړ. خو تر اوسه پولیسو چارواکو د قرباني او شکمن کس هویت په رسمي ډول نه دی اعلان کړی.
کاناډايي رسنیو د کورنۍ ته نږدې سرچینو له قوله راپور ورکړی چې قرباني یاسمین عطايي او د قضیې شکمن کس یې زوی رامش عطايي دی. همدارنګه راپور ورکړل شوی چې دې کورنۍ په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د بدلونونو وروسته کاناډا ته کډه کړې وه.
د دې وژنې لامل تر اوسه په رسمي ډول نه دی اعلان شوی او پولیس لا هم د پېښې جزیات څېړي. مسؤلو چارواکو تر اوسه د دې پېښې د رامنځته کېدو د علت په اړه څرګندونې نه دي کړي.
په همدې حال کې، د شربروک یو شمېر افغان کډوالو په ټولنیزو رسنیو کې د دې پېښې په اړه یوه کیسه خپره کړې ده. د دې روایت له مخې، د کور زوی د ویډیو لوبې په کولو بوخت و، مور یې د ډوډۍ خوړلو لپاره راوغوښت، خو کله چې هغه پام ونه کړ، مور یې د کور وایفای بند کړ. ویل کېږي چې له دې وروسته شخړه رامنځته شوه او برید وشو. خو کاناډايي پولیسو دا روایت نه دی تایید کړی او نه یې د رسمي تحقیقاتو برخه بللې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








