په اتریش کې د «ناموسي وژنې» د هڅې یوې دوسیې په وروستیو اوونیو کې د دغه هېواد په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. دې دوسیې د اتریش په ټولنه کې د کډوالو د ادغام په اړه هم بحثونه راپورته کړي، ځکه تورن کس له شلو کلونو ډېر وخت په دغه هېواد کې ژوند کړی دی.
د اتریشي رسنیو د راپورونو له مخې، یو ۵۱ کلن افغان سړی چې د اتریش تابعیت هم لري، د ۱۴۰۴ کال د لېندۍ په ۳مه نېټه د ویانا ښار د دوناوشټاټ په سیمه کې خپله ۱۵ کلنه لور په سړک د چړې په برید هدف وګرځوله.
راپورونه ښيي چې دغه سړي خپلې لور ته ۱۳ د چړې ګوزارونه کړي وو، او د دغو ډېری ګوزارونو پر مهال نجلۍ پر ځمکه لوېدلې وه او د ځان د دفاع توان یې نه درلود. د سرچینو په وینا، ځینې ګوزارونه د بدن حساسو برخو، لکه غاړې، ته هم رسېدلي وو.
دغه نجلۍ د یوه ډاکټر په مرسته، چې کلینیک یې د پېښې ځای ته نږدې و، له مرګه وژغورل شوه. یاد ډاکټر د بېړنیو مرستو تر رسېدو پورې د هغې وینه کنټرول کړه.
له میاشتو پلټنو او تحقیقاتو وروسته، د دې دوسیې وروستۍ محکمه د ۱۴۰۵ کال د غویي په ۲۹مه، د سېشنبې په ورځ، د ویانا په محلي محکمه کې ترسره شوه. د دوسیې قاضي وویل: «له خپل اولاد د وژلو له هڅې څخه هېڅ جرم ناوړه نه دی»، او دغه سړی یې په عمري بند محکوم کړ.
د اتریش اوای۲۴ شبکې په یوه ځانګړي راپور کې د دې دوسیې تازه جزئیات خپاره کړي دي. د راپور له مخې، تورن سړی شاوخوا شل کاله وړاندې اتریش ته کډوال شوی و او تر پېښې مخکې یې په یوه رستورانت کې د پیتزا جوړولو کار کاوه.
هغه د اووه کسیزې کورنۍ سرپرست و او له خپلې مېرمنې او پنځو اولادونو سره د ویانا د فلوریدزدورف په سیمه کې په یوه اپارتمان کې اوسېده. نوموړي د تحقیقاتو پر مهال د خپل مذهبي تمایل په اړه ویلي وو چې «یو عادي مسلمان» دی.
په راپور کې راغلي چې هغه په کورنۍ کې سختدریځ او پلارواک چلند درلود او څو ځله یې له فزیکي تاوتریخوالي کار اخیستی و. همداراز ویل شوي چې هغه له پیله خپلو لوڼو ته ټینګار کاوه چې باید له غیرمسلمانانو یا غیر افغانانو سره اړیکې ونه لري.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د کورنۍ مشرې لور تر دې مخکې له یوه افغان سړي سره کوژده کړې وه. همداراز د دې ۱۵ کلنې نجلۍ لپاره هم له یوه ۲۲ کلن افغان ځوان سره د واده پرېکړه شوې وه؛ هغه پرېکړه چې د سرچینو په وینا، د نجلۍ نیکه او انا کړې وه.
خو دغې تنکۍ نجلۍ د کورنۍ له پرېکړې سره مخالفت کړی و او له یوه رومانیایي هلک سره یې عاطفي اړیکه پیل کړې وه. هغې د قضیې د څېړنې په بېلابېلو پړاوونو کې ویلي چې همدې موضوع کورني کړکېچونه زیات کړل او پای کې د کورنۍ د برید لامل شوه.
د اتریشي رسنیو د راپورونو له مخې، د نجلۍ پلار له پېښې وروسته هم په ځای کې پاتې شوی و او د خلکو په وړاندې یې د برید مسؤلیت منلی و.
که څه هم تورن سړي د محاکمې په ورځ نرم دریځ خپل کړ او پښېماني یې څرګنده کړه، خو محکمې د موجودو اسنادو او شواهدو پر بنسټ هغه مجرم وباله او د عمري بند حکم یې صادر کړ. آن د لور له خوا د پلار د بښنې هڅې هم د محکمې پرېکړه بدله نه کړه.
اوس مهال دغه نجلۍ له خپلې کورنۍ جلا شوې او د اتریش د حکومت تر ملاتړ لاندې په یوه ټولنیز ـ روزنیز مرکز کې ساتل کېږي. د هغې مور هم له څلورو نورو اولادونو سره د پخواني استوګنځي په ځای کې ژوند کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








