TOOSnews
اعلان
ارجنټاین د سویس په ماتولو سره د ۲۰۲۶ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسېد.
ورزشټوس نیوز

ارجنټاین د سویس په ماتولو سره د ۲۰۲۶ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسېد.

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د یو‌څلورم پایلوبې په پړاو کې سویس ته په ۳-۱ ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لاره ومونده. ارجنټاین به په خپلې راتلونکې لوبه کې د انګلستان له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.

الکسیس مک‌الیسټر د لوبې په ۱۰مه دقیقه کې د لیونل میسي د کرنر پر پاس په سر وهلو د ارجنټاین لومړی ګول وواهه. د سویس لپاره ډان اندویه په ۶۷مه دقیقه کې د مساوي ګول په وهلو لوبه ۱-۱ کړه، چې له امله یې لوبه اضافي وخت ته ولاړه.

سره له دې چې د سویس لوبغاړی بریل ایمبولو له لوبې وایستل شو، سویس وتوانېد چې لوبه تر اضافي وخت پورې روانه وساتي. ایمبولو د ویډیويي مرستندویه داور له بیاکتنې وروسته د تمارض له امله دوهم ژیړ کارت ترلاسه کړ او سور کارت یې واخیست. همدارنګه، داور له بیاکتنې وروسته خپله لومړنۍ پرېکړه، چې لئاندرو پارېدس ته یې ژیړ کارت ورکړی و، لغوه کړه.

د اضافي وخت په دویمه نیمایي کې، خولیان آلوارس په ۱۱۲مه دقیقه کې له پنالټۍ ساحې بهر په پیاوړي شوټ د ارجنټاین دوهم ګول ترسره کړ. ورپسې، لاوتارو مارتینس د ۱+۱۲۰مې دقیقې کې درېیم ګول هم وواهه او د ارجنټاین بریا او نیمه پایلوبې ته یې صعود یقیني کړ.

ارجنټاین به اوس د نړیوال جام د نیمه پایلوبې په پړاو کې د چهارشنبې په ورځ له انګلستان سره مخامخ شي. انګلستان تر دې وړاندې په اضافي وخت کې ناروې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ نړیوال جام د وروستیو څلورو غوره لوبډلو پړاو ته رسېدلی و.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.