TOOSnews
اعلان
په یوه اوونۍ کې د ۲۲ میلیونه پلویانو جذب؛د کارکوچ ولسي ګوند په هند کې جنجال جوړ کړ.
نړۍټوس نیوز

په یوه اوونۍ کې د ۲۲ میلیونه پلویانو جذب؛د کارکوچ ولسي ګوند په هند کې جنجال جوړ کړ.

۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ابهیجېت دیپکه، د «کارکوچ خلکو ګوند» د اعتراضي غورځنګ بنسټ‌ايښودونکي، د هند حکومت تورن کړی چې د دغه ګوند رسمي وېب‌پاڼه یې له لاسرسي ایستلې او د هغه شخصي انسټاګرام حساب هم هک شوی دی.

هم‌مهاله، د دغه ګوند رسمي اېکس (ټوېټر) حساب هم د پنجشنبې په ورځ په هند کې ځنډول شوی دی. هندي چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دغه سمبولیک او اعتراضي ګوند یوازې د جوړېدو پنځه ورځې وروسته د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له پراخ هرکلي سره مخ شو. د دې انسټاګرام پاڼې تر ۲۲ میلیونو ډېر تعقیبوونکي جذب کړل؛ داسې شمېر چې د هندي رسنیو په وینا، په دې هېواد کې د سیاسي ګوندونو او جریانونو ترمنځ نوی ریکارډ ګڼل کېږي.

د پرتله کولو لپاره، واکمن بهاراتیا جاناتا (بي‌جي‌پي) له کلونو فعالیت وروسته شاوخوا ۹ میلیونه انسټاګرام تعقیبوونکي لري.

ابهیجیت دیپکه ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې تر یو میلیون ډېرو کسانو د دې غورځنګ د غړیتوب لپاره نوم‌لیکنه کړې ده. د هغه په وینا، د هند یو شمېر سیاستوال او د پارلمان غړي هم له دې جریان سره یوځای شوي دي.

«د کارکوچ خلکو ګوند» شاوخوا یوه اوونۍ مخکې دسویا کانت د څرګندونو په غبرګون کې جوړ شو. هغه په خپلو خبرو کې ځینې بې‌کاره ځوانان «کارکوچانو» ته ورته بللي وو؛ هغه څرګندونې چې د Z نسل او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له پراخ غبرګون سره مخ شوې.

سوریا کانت وروسته وضاحت ورکړ چې موخه یې هغه کسان وو چې جعلي اسناد لري، خو دا وضاحتونه ونه توانېدل چې د نیوکو څپه راکمه کړي.

دغه غورځنګ په داسې حال کې رامنځته شوی چې د هند ډېری ځوانان له پراخې بې‌کارۍ، انفلاسیون، د ژوند د لګښتونو له زیاتوالي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

د «کارکوچ خلکو ګوند» اصلي غوښتنه د هند د پوهنې وزیر دهرمندراپرادان استعفا بلل شوې ده.

ابهیجیت دیپکه ویلي چې تر اوسه له ۶۰۰ زرو ډېرو کسانو د هغه د لرې کولو غوښتنلیک لاسلیک کړی دی. دغه غوښتنه وروسته له هغې راپورته شوه چې په هند کې د طب پوهنځي د داخلې ازموینو د درغلۍ ادعاوې خپرې شوې.

د دغه ګوند د غړیتوب شرایط په قصدي ډول په طنزیه بڼه طرحه شوي دي. د ګوند په وېب‌پاڼه کې لیکل شوي وو: «غواړئ له موږ سره یوځای شئ؟ موږ څلور شرطونه لرو: بې‌کاره اوسېدل، تنبل اوسېدل، تل آنلاین اوسېدل او په مسلکي ډول شکایت کول.»

دغه غورځنګ همداراز ځان «د ځوانانو له‌خوا، د ځوانانو لپاره او د ځوانانو سیاسي جبهه؛ سیکولر، سوسیالیسټ، ډیموکراټ او تنبل» معرفي کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.