د شپږیزې کرېکټ لیګ کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې خپل سیاليز سفر د پرلهپسې اته ماتو په ثبتولو پای ته ورساوه. دغې لوبډلې په خپلې وروستۍ ګروپي لوبه کې د مس عینک پر وړاندې هم ماته وخوړه او له سیالیو بهر شوه.
د دوشنبې ورځې په شلمه لوبه کې مس عینک د پچې تر ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه وکړه او د رحمنالله ګربز د سلیزې (۱۰۲ منډو) پر مټ یې د بند امیر لپاره د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه.
بند امیر د هدف په تعقیب ونه توانېد چې سیالي وساتي او ټول لوبغاړي یې د ۱۷.۳ اورونو په ترڅ کې وسوځېدل. دغې لوبډلې لوبه د ۸۵ منډو په لوی توپیر وبایلله.
دا د دواړو لوبډلو وروستۍ ګروپي لوبه وه، خو بند امیر د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ د شپږیزې لیګ په روان پړاو کې د پرلهپسې اته ماتو له امله یو ناغوښتل شوی ریکارډ هم ثبت کړ.
د ګروپي پړاو تر پای وروسته سپین غر پړانګان د ۱۳ امتیازونو په لرلو سره د جدول په سر کې دي او امو نهنګان د ۱۱ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم ځای خپل کړی دی. ټاکل شوې د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ پایلوبه سبا ترسره شي.
لیکوال:سعید سمیر








