TOOSnews
اعلان
بلال سمېع، سليم ساپى او ضياء الرحمن د خوست پر لار له ترافيكي پېښې روغ وتلي.
ورزشټوس نیوز

بلال سمېع، سليم ساپى او ضياء الرحمن د خوست پر لار له ترافيكي پېښې روغ وتلي.

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځایي سرچینې وایي، د افغانستان د کرکټ درې پېژندل شوې څېرې بلال سمیع، سلیم ساپی او ضیاء الرحمن د خوست پر لار په یوه ټرافیکي پېښه کې له مرګه روغ وتلي دي.

د سرچینو په خبره، دوی د افغان کرکټ پخواني چټک توپ‌اچوونکي ارواښاد شاپور ځدراڼ د جنازې له مراسمو وروسته خوست ته روان وو، چې د «تېرې کنډو» په سیمه کې یې موټر ټکر وکړ.

سرچینې زیاتوي، په دې پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی او درې واړه د الله په فضل روغ او جوړ دي.

د یادونې وړ ده، د تېرې کنډو لاره د سختو تاوونو او غرني جوړښت له امله د ټرافیکي پېښو له خطرناکو لارو څخه ګڼل کېږي او وخت ناوخت پکې ورته پېښې رامنځته کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.