TOOSnews
اعلان
د هلمند كركټ لوبغالى د عيدګاه لپاره نړول كېږي.
ورزشټوس نیوز

د هلمند كركټ لوبغالى د عيدګاه لپاره نړول كېږي.

۲۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

له هلمنده څخه سرچینې وايي، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په لارښوونه د هلمند ولايت په ساپيانو سيمه کې د کرکټ اوسنی لوبغالی د نوي عيدګاه د جوړولو لپاره ټاکل شوی دی.

سرچينې وايي، ټاکل شوې، د دغه لوبغالي شته تاسيسات ونړول شي او پر ځای يې لویه عيدګاه جوړه شي. دا لوبغالی د هلمند له مهمو ورزشي مرکزونو څخه ګڼل کېږي او څه موده وړاندې پکې د کرکټ رسمي سيالۍ هم ترسره شوې وې.

د هلمند يو شمېر ځوانان او ورزشي لوبغاړي د دې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، ولايت لا له وړاندې مرکزي عيدګاه لري او که اړتيا وي، هماغه پراخېدای شي يا په بل ځای کې نوې عيدګاه جوړېدلای شي.

د دوی په خبره، د يوه مجهز کرکټ لوبغالي له منځه وړل د ورزش پر وړاندې منفي چلند ښيي. ځينې ځوانان باور لري، چې دا اقدام په هېواد کې د کرکټ د محدودولو د يوې پراخې تګلارې برخه ده، خو د عيدګاه تر نوم لاندې ځکه عملي کېږي چې مخالفت ورسره د دين مخالفت و بلل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.