کریستیانو رونالډو، د نړۍ د فوټبال ۴۱ کلن ستوري، او جورجینا رودریګز، چې له څو کلونو راهیسې یې د ژوند ملګرې او شریکه ده، د سې شنبې په ورځ د پرتګال د کاسکایس په ساحلي سیمه کې د یو لړ خصوصي مراسمو په ترڅ کې له یو بل سره واده وکړ. په دې مراسمو کې د دواړو د کورنۍ نږدې غړو ګډون کړی و.
د رونالډو استازو د عامه اړیکو له «برانزویک ګروپ» ادارې څخه فرانس پرېس خبري اژانس ته د دې جوړې د واده پخلی کړی دی. د هغوی په وینا، مراسم په یوه خصوصي او صمیمي فضا کې ترسره شول او د دې جوړې پنځو اولادونو هم پکې ګډون کړی و.
دا واده هغه مهال ترسره شو چې جورجینا رودریګز، چې ماډله او په ټولنیزو رسنیو کې فعاله څېره ده، د رونالډو سره د خپلې کوژدې خبر یو کال مخکې په انسټاګرام کې خپور کړی و. دوی له څو کلونو راهیسې یو ځای ژوند کوي.
رونالډو او جورجینا لومړی ځل په ۲۰۱۶ کال کې هغه مهال سره ولیدل چې جورجینا د مادرید د ګوچي په یوه پلورنځي کې کار کاوه. جورجینا وروسته دغه لیدنه «په لومړي نظر کې مینه» بللې وه.
جورجینا، چې په نتفلېکس کې د «زه جورجینا یم» په نوم مستندې لړۍ له خپرېدو وروسته لا ډېره مشهوره شوه، تېر کال یې له «ووګ عربیا» مجلې سره په مرکه کې ویلي وو چې له رونالډو سره یې د لومړۍ لیدنې پر مهال د ارامۍ او ځانګړې انرژۍ احساس کړی و؛ داسې احساس چې ګواکي دوی له ډېرې مودې راهیسې یو بل پېژني.
دغه جوړه د کورني ژوند ترڅنګ په سوداګریزو برخو کې هم ګډ فعالیتونه لري او د جامو د برانډونو او هوټلونو د شبکې په ګډون یې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده. په ټولنیزو رسنیو کې د رونالډو او جورجینا د ګډو مینهوالو شمېر هم له ۷۵۰ میلیونو څخه اوښتی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








