کریستیانو رونالډو د پرتګال ملي لوبډلې په دویمه لوبه کې د ۲۰۲۶ نړیوال جام پر مهال د اوزبکستان پر وړاندې یو نوی ریکارډ جوړ کړ او بیا یې خپله وړتیا نندارې ته وړاندې کړه.
له دې مخکې، کله چې پرتګال په لومړۍ لوبه کې د کانګو دیموکراټیک جمهوریت سره مساوي شو، په رسنیو او د فوټبال د کارپوهانو ترمنځ د رونالډو د فعالیت په اړه نیوکې راپورته شوې وې. ځینو منتقدینو ویل چې دا تجربه لرونکی ستوری نور د پرتګال د ملي لوبډلې لپاره په لومړني ترکیب کې مناسب انتخاب نه دی.
خو رونالډو په دویمه لوبه کې دغو نیوکو ته قوي ځواب ورکړ او د اوزبکستان پر وړاندې یې ګول وواهه، او یو تاریخي ریکارډ یې خپل کړ. هغه اوس د نړیوال جام په تاریخ کې یوازینی لوبغاړی دی چې په شپږو بېلابېلو دورو کې یې ګولونه کړي دي.
د پرتګال کپټان تر دې مخکې هم د ۲۰۰۶، ۲۰۱۰، ۲۰۱۴، ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ نړیوال جامونو کې په ګول وهلو توانېدلی وو او اوس یې په ۲۰۲۶ نړیوال جام کې د ګول وهلو سره دا لړۍ شپږو دورو ته ورسوله.
د رونالډو د رول په اړه د بحثونو په دوام کې، روبرتو مارتینیز هم د خپلې لوبډلې د دې تجربه لرونکي بریدګر ملاتړ وکړ او د پرتګال په بریاوو کې یې د هغه رول مهم وباله.
د پرتګال روزونکي وویل: «هیڅ منطق نه لري چې کله مو د ګول اړتیا وي، د ګول وهلو استاد له ترکیبه وباسئ. د رونالډو تجربه زموږ لپاره ډېره مهمه ده. هغه کولای شي د سیال ټیم دفاعي جوړښت ګډوډ کړي او خپلو هملوبغاړو ته فرصتونه برابر کړي.»
مارتینیز همدارنګه ټینګار وکړ چې هر لوبغاړی ځانګړي مهارتونه لري، خو د لویو سیالیو لپاره د بریا ترلاسه کولو په موخه د کریستیانو رونالډو په څېر تجربه لرونکي او پیاوړي لوبغاړي شتون د پرتګال ملي لوبډلې لپاره اړین دی.
د رونالډو نوی ریکارډ یو ځل بیا د هغه ځای د نړۍ د فوټبال په تاریخ کې پیاوړی کړ او وښودله چې دا پرتګالي ستوری لا هم په نړیوالو سیالیو کې له تر ټولو اغېزمنو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








