TOOSnews
اعلان
په اتریش کې د شاوخوا ۱۰۰ ځوانو نارینه‌وو د پاتې شونو کشف؛ هغه معما چې لرغون‌پوهان یې حیران کړل.
نړۍټوس نیوز

په اتریش کې د شاوخوا ۱۰۰ ځوانو نارینه‌وو د پاتې شونو کشف؛ هغه معما چې لرغون‌پوهان یې حیران کړل.

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اتریش د اوبراسترایش ایالت د رانشوفن په سیمه کې د یوه ماشوم له خوا د هډوکي د یوې ټوټې موندل کېدو، د شپږو مرموزو ډله‌ییزو قبرونو د کشف لامل شو او په دې سیمه کې یې پراخې لرغون‌پېژندنې څېړنې پیل کړي دي.

د اتریشۍ «هویټه»خپرونې د راپور له مخې، لرغون‌پوهانو تر اوسه له دې ځایه د شاوخوا ۱۰۰ ځوانو نارینه‌وو پاتې شوني راایستلي دي. د دغو کسانو عمرونه د ۱۵ او ۲۵ کلونو ترمنځ اټکل شوي دي. د ښخولو طریقه او د دوی د هویت یا د مړینې د لامل په اړه د روښانه نښو نشتوالی، دا کشف په وروستیو کلونو کې د لرغون‌پېژندنې له تر ټولو لویو معماوو څخه ګرځولی دی.

لومړنۍ څېړنې ښيي چې پر هډوکو د ټپونو، وسلو، جامو یا شخصي توکو هېڅ نښه نه لیدل کېږي. د متخصصینو په وینا، همدا موضوع د دغو کسانو پېژندنه او د دوی د ښخولو د علت معلومول ډېر ستونزمن کړي دي.

دا کشف د روان کال په مارچ میاشت کې هغه مهال پیل شو چې یوه ماشوم د ودانیزې پروژې په ساحه کې د لوبو پر مهال د انسان د هډوکو یوه ټوټه وموندله. وروسته د ماشوم مور پولیسو ته خبر ورکړ او په سیمه کې د لرغون‌پېژندنې عملیات پیل شول. د وین مېشتې «نووتوس» شرکت ودانیز کارونه هم ودرول شول. د شرکت مسؤلینو ویلي چې کارکوونکي له نږدې څلورو میاشتو وروسته، له یوې اوونۍ راهیسې بېرته د کار ځای ته ستانه شوي دي.

په تېرو څلورو میاشتو کې لرغون‌پوهانو په دې سیمه کې شپږ ډله‌ییز قبرونه او څو انفرادي قبرونه موندلي دي. هر ډله‌ییز قبر د ۲۰ تر ۲۵ کسانو پورې پاتې شوني لري او تر اوسه د موندل شویو پاتې شونو شمېر شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته رسېږي.

هاینز ګروبر، چې د اتریش د تاریخي ودانیو د فدرالي ادارې غړی دی، ویلي چې د خپل ۲۰ کلن مسلکي کار په موده کې یې هېڅکله د داسې کشف له صحنې سره نه دی مخامخ شوی.

شریدان استرنګ، د دې پروژې لرغون‌پوه، ویلي چې تر اوسه په دې سیمه کې د ښځو هېڅ پاتې شوني نه دي موندل شوي او ټول ښخ شوي کسان ځوان نارینه دي چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي؛ دا موضوع د دې معما پېچلتیا نوره هم زیاته کړې ده.

د رادیوکربن ازموینو ښودلې چې د دغو کسانو د ښخېدو وخت د ۱۷۲۳ او ۱۸۱۳ میلادي کلونو ترمنځ دی، خو متخصصین ټینګار کوي چې د لا دقیقې نېټې معلومولو لپاره نورو ازموینو ته اړتیا ده.

د لومړنۍ فرضیې له مخې، امکان لري چې ښخ شوي کسان هغه سرتېري یا ملکي وګړي وي چې په ۱۸۰۵ میلادي کال کې له فرانسوي ځواکونو سره د جګړو وروسته وژل شوي او په دې ځای کې خاورو ته سپارل شوي دي. خو تر اوسه د دې فرضیې د تایید لپاره کوم کره شواهد نه دي ترلاسه شوي.

د لرغون‌پوهانو په وینا، ځینې هډوکي داسې ښخ شوي چې مخونه یې ځمکې ته دي؛ دا یوه غیرمعمولي بڼه ده چې ښايي د بیړني یا په چټکۍ سره د ښخولو نښه وي. همدارنګه د مړو ترڅنګ هېڅ شخصي توکي نه دي موندل شوي او لا هم معلومه نه ده چې دغو کسانو د ښخېدو پر مهال جامې اغوستې وې که نه. څېړنو یوازې د ځینو هډوکو د پښو د بند (مړوند) ماتېدنه ښودلې او د تاوتریخوالي نورې نښې نه دي موندل شوي.

د ډله‌ییزو قبرونو ترمنځ د څو انفرادي قبرونو شتون هم نوې پوښتنې راپورته کړي دي. څېړونکي لا نه پوهېږي چې ولې ځینې کسان جلا جلا ښخ شوي دي، او د دغو ځوانو نارینه‌وو هویت او د دې ځای د ټاکلو لامل لا هم د یوه راز پاتې دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.