د«اسرائیل هیوم»ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د چهارشنبې ورځې، د غویي ۳۰مه، په سپینه ماڼۍ کې د ایران په اړه غونډه د امریکا د حکومت د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ له جدي اختلافاتو سره مل وه. د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پای کې د جګړې او بهرنیو چارو وزیرانو د نظر خلاف، له اسلامي جمهوریت سره د خبرو دوام تایید کړ.
دې ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د جګړې وزیر پیټ هېګسټ باور درلود چې پر اسلامي جمهوریت له پراخ فشار پرته، لکه پوځي ګواښ او د اقتصادي بندیزونو سختول، به امتیاز ترلاسه کول ممکن نه وي. خو په مقابل کې، جيډي ونس باور درلود چې د تهران نوی وړاندیز د نرمښت نښه ده او کولای شي د لومړني توافق لپاره زمینه برابره کړي.
د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ ځانګړو استازو، سټیو وېټکاف او جرد کوشنر هم په دې غونډه کې د جيډي ونس له دریځه ملاتړ کړی دی. باخبره سرچینو ویلي چې دغو کسانو د غونډې له جوړېدو مخکې د عمان، قطر او سعودي عربستان له مشرانو سره خبرې کړې وې.
اسرائیل هیوم همدارنګه لیکلي چې د غونډې فضا هغه مهال ترینګلې شوه چې ټرمپ پر ونس او خپلو ځانګړو استازو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د هغوی چلند ښايي اسلامي جمهوریت ته د وخت اخیستلو فرصت ورکړي او د امریکا او د ولسمشرۍ مقام اعتبار ته زیان ورسوي.
په راپور کې راغلي چې جيډي ونس په ځواب کې ټینګار کړی چې د امریکا حکومت باید د پوځي شخړو د پای ته رسولو، هېواد ته د امریکايي ځواکونو د بېرته ستنولو، د تېلو د بیو د کمولو او د امریکا پر کورنیو ستونزو د تمرکز هڅه وکړي؛ هغه څرګندونې چې د غونډې د ځینو ګډونوالو په وینا، ځینې چارواکي یې حیران کړي وو.
دې ورځپاڼې د ټرمپ او د سیمې د مشرانو ترمنځ مشورو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د اسرائیل او متحده عربي اماراتو مشرانو، د خپلو حساسو تاسیساتو د ساتنې ترڅنګ، د تهران پر وړاندې د لا سختو سیاستونو غوښتنه کړې ده.
خو په مقابل کې، د سعودي عربستان او قطر مشران غواړي چې په سیمه کې د نویو کړکېچونو او شخړو له بیا راګرځېدو مخنیوی وشي او د ډیپلوماسۍ لاره دوام ومومي.
اسرائیل هیوم د خپل راپور په بله برخه کې د ټرمپ او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمنځ ټلیفوني خبرو ته هم اشاره کړې ده. د راپور له مخې، نتانیاهو د اسلامي جمهوریت له چلنده او د تهران د وخت ضایع کولو له احتماله ناخوښي ښودلې، په داسې حال کې چې ټرمپ د وضعیت پر پېچلتیا او د راتلونکي بهیر پر سختوالي ټینګار کړی دی.
سره له دې اختلافونو، ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا لا هم د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي ګواښ د مخنیوي لپاره ژمنه ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








