TOOSnews
اعلان
ډونالډ ټرامپ: یا به له ایران سره یو ښه تړون لاسلیک شي، او یا به پرې بې‌ساری برید وکړو.
نړۍټوس نیوز

ډونالډ ټرامپ: یا به له ایران سره یو ښه تړون لاسلیک شي، او یا به پرې بې‌ساری برید وکړو.

۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت وروستی وړاندیز یې له خپلو سلاکارانو او مذاکره کوونکو سره تر ارزونې وروسته، ښايي تر سبا پورې د «ښه» تړون د ترلاسه کولو یا د ایران پر ضد د سخت اقدام په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي. هغه د دغو دواړو سناریوګانو د رامنځته کېدو احتمال «پنځوس ـ پنځوس» وباله.

ټرمپ له اکسیوس سره په خبرو کې وویل چې ټاکل شوې له استیو وېکټاف او جورد کوشنر سره، چې د ایران سره د مذاکراتو په بهیر کې د امریکا ځانګړي استازي دي، وویني او د تهران د نوي ځواب په اړه خبرې وکړي. د هغه په وینا،جي ډي وېنس، د امریکا مرستیال ولسمشر، به هم په دې غونډه کې ګډون ولري.

د امریکا ولسمشر په دې خبرو کې ټینګار وکړ: «زما په اند له دوو حالتو څخه یو به رامنځته شي؛ یا به داسې برید ورکړم چې هغوی به یې هېڅکله تجربه نه وي کړې، یا به داسې به یو ښه تړون لاسلیک کړو.»

هغه همدارنګه وویل چې ځینې کړۍ د تړون ترلاسه کولو غوښتونکي دي او ځینې نور د شخړې د دوام ملاتړ کوي. ټرمپ په عین حال کې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې بنیامین نتنیاهو د یوه نامناسب تړون له احتمالي لاسلیک څخه اندېښمن دی.

په همدې وخت کې، عاصم منیر، د پاکستان د پوځ قوماندان، چې په وروستیو ورځو کې یې د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبولی، د ایراني لوړپوړو چارواکو له لیدنې وروسته تهران پرېښی دی.

پاکستان اعلان کړی چې که څه هم وروستی تړون لا نه دی شوی، خو د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم لپاره «هیلې بښونکي پرمختګونه» شوي دي. د راپور له مخې، هغه نوې مسوده چې ټاکل شوې ټرمپ یې وارزوي، د ایران او پاکستان ترمنځ د ترسره شویو سلا مشورو پایله ده.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې تهران او واشنګټن د کړکېچونو د پای ته رسولو لپاره د تفاهم لیک د خبرو وروستي پړاو ته رسېدلي دي. د هغه په وینا، په دې تفاهم لیک کې د هرمز تنګي تدریجي پرانیستل، د امریکا له‌خوا د بندیزونو نرمول، او د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول هم شامل دي.

دغه ایراني چارواکي زیاته کړه چې که دغه تفاهم لیک لاسلیک شي، نو له ۳۰ تر ۶۰ ورځو پورې به د یوه پراخ او هر اړخیز تړون لپاره خبرې پیل شي.

خو ټرمپ ټینګار کړی چې یوازې هغه تړون به مني چې د یورانیمو د بډایه کولو او د ایران د بډایه شویو یورانیمو د زېرمو برخلیک هم پکې شامل وي؛ هغه موضوعات چې د شنونکو په وینا د دواړو خواوو ترمنځ تر ټولو مهم اختلافات ګڼل کېږي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې Qatar،مصر، Turkey، سعودي عربستان او پاکستان د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره پراخې ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړې دي. په همدې چوکاټ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا ځانګړي استازي سېف ویکټاف ترمنځ ګڼې اړيکي شوي دي.

مارکو روبیو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، هم د شنبې په ورځ وویل چې په مذاکراتو کې «پرمختګونه» شوي او ښايي په راتلونکو ساعتونو کې نوي خبرونه خپاره شي. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او باید له خپلو بډایه شویو یورانیمو تېر شي.

سره له دې بدلونونو، د ایران د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه د دواړو لورو اختلافات لا هم پر خپل ځای پاتې دي، او لا څرګنده نه ده چې که یو لومړنی تړون هم وشي، ایا دا موضوعات به په بشپړ ډول حل شي که نه.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.