TOOSnews
اعلان
د امریکا د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېده.
ورزشټوس نیوز

د امریکا د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېده.

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د متحده ایالاتو د امریکا د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د څلورمې ګروپ په دویمه سیالۍ کې د اسټرالیا ملي لوبډلې ته ۲–۰ ماته ورکړه او یوه لوبه مخکې یې حذفي پړاو ته خپل تګ یقیني کړ.دې لوبډلې په دې سیالۍ کې دواړه ګولونه په لومړۍ نیمایي کې ووهل او د شپږو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د ګروپي جدول په ښه وضعیت کې قرار لري.

د سیالۍ په ۱۱مه دقیقه کې د اسټرالیا د لوبډلې مدافع «کامرون برېګس» د خپل ګول په وهلو سره امریکا ته مخکښي ورکړه. وروسته د لومړۍ نیمایي تر پای مخکې د «الکس فریمن» لخوا دوهم ګول ووهل شو. دا ګول په پیل کې د آف سایډ له امله مردود اعلان شوی و، خو وروسته د ویډیو مرستندویه قاضي د بیا کتنې وروسته تایید شو.

د دې بریا په ثبت سره، د امریکا ملي لوبډلې د شپږو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د شپاړسم پایلوبې ته خپل صعود قطعي کړ. دا لوبډله به د ګروپي پړاو په وروستۍ سیالۍ کې د ترکیې له ملي لوبډلې سره مخ شي.

له بلې خوا، د اسټرالیا ملي لوبډله لا هم د درې امتیازونو په لرلو سره د بل پړاو ته د صعود چانس لري. دا لوبډله به د ګروپي پړاو په وروستۍ سیالۍ کې د پاراګوای ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته ووځي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.