TOOSnews
اعلان
انګلستان پاكستان ته په لومړۍ ټېسټ لوبه كې په ١٠٣ منډو ماته وركړه.
ورزشټوس نیوز

انګلستان پاكستان ته په لومړۍ ټېسټ لوبه كې په ١٠٣ منډو ماته وركړه.

۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې د انګلستان پر وړاندې د ټېسټ لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ۱۰۳ منډو په توپیر ماته وخوړه.

دغه لوبه د انګلستان په لیډز لوبغالي کې ترسره شوه. انګلستان خپله دویمه پاڼۍ تر ۴۰۹ منډو بشپړه کړه او پاکستان ته یې د هدف د تعقیب لپاره ستونزمن حالت پرېښود.

پاکستانۍ لوبډله په دویمه پاڼۍ کې له پیل څخه له ستونزو سره مخ شوه. امام‌الحق پرته له منډې وسوځېد، اذان اویس ۹، عبدالله شفیق ۱۵، سعود شکیل ۱۴ او لوبډلمشر سلمان علي اغا یوازې ۴ منډې جوړې کړې. شان مسعود ۲۹ او محمد رضوان ۴۱ منډې وکړې، خو د لوبډلې د ماتې مخه یې ونه‌شوه نیولای.

پاکستان ټوله لوبډله په ۳۸م اوور کې یوازې په ۱۳۵ منډو وسوځېده او انګلستان د ۱۰۳ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

د انګلستان لپاره اولي رابنسن، جوفرا ارچر او جوش ټنګ هر یوه درې درې پاکستاني لوبغاړي وسوځول. له دې بریا سره انګلستان د درې ټېسټ لوبو په لو بلړۍ کې یو د صفر پر وړاندې مخکې شو.

د پاکستان لوبډلمشر سلمان علي اغا له لوبې وروسته ومنله چې انګلستان د لوبې په هره برخه کې ترې غوره و او ویې ویل چې پاکستان ونه‌توانېد په پرله‌پسې ډول ښه لوبه وکړي.

د پاکستان او انګلستان دویمه ټېسټ لوبه د اګست په ۲۷مه په لارډز او درېیمه لوبه د سپټمبر په ۹مه په برمنګهم کې ترسره کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.