د انګلستان او وېلز کرکټ بورډ اعلان کړی چې د روان اوړي په موسم کې به د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې کوربهتوب وکړي؛ هغه سفر چې د ورزش په ډګر کې یو تاریخي اقدام بلل شوی دی. دا پروګرام به د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ له لومړۍ نېټې پیل شي او د دې لوبډلې لپاره به د لا زیاتو تمرینونو او چمتووالي ښه فرصت برابر کړي.
د انګلستان کرکټ بورډ په وینا، دغه ورزشي سفر کولای شي د افغان کډوالو ښځینه لوبډلې لپاره د معیاري تمرینونو او شل اوریزو سیالیو زمینه برابره کړي. د دې پروګرام لویه برخه به د مریلبون کرکټ کلب او د مریلبون بنسټ په همکارۍ ترسره شي.
همدارنګه د دې لوبډلې لوبغاړي به د ۲۰۲۶ کال د ښځو د شل اوریز نړیوال جام پایلوبه کې، چې د لارډز په لوبغالي کې ترسره کېږي، ګډون وکړي؛ هغه اقدام چې کولای شي د نړیوالې کرکټ ټولنې سره د دوی اړیکې لا پراخې کړي.
د انګلستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «دا سفر له فرهنګي او ورزشي پلوه ځانګړی اهمیت لري. وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا واک ته ورسېدل، ښځې له ورزش او ګڼو ټولنیزو فعالیتونو څخه محرومې شوي. له همدې امله، یو شمېر ښځینه لوبغاړې چې د افغانستان کرکټ بورډ سره یې قراردادونه لرل، له هېواده ووتلې.»
ډېری دغه لوبغاړې له کډوالۍ وروسته په اسټرالیا کې مېشتې شوي او هڅه یې کړې چې خپل ژوند او ورزشي راتلونکی له سره جوړ کړي.
سره له دې چې دوی کډوالې ته اړ ایستل شوي، خوبیا هم دغو لوبغاړو بیا هم له کرکټ سره خپله ژمنتیا ساتلې ده. دا سفر نه یوازې د دې فرصت برابروي چې هغوی یو ځل بیا د یوې لوبډلې په توګه سیالیو ته راستانه شي، بلکې دا هم ښيي چې د انګلستان کرکټ بورډ د برابرۍ او د ښځو د ورزش حق ملاتړ کوي.
د «اېټس ګیم آن» په نوم بنسټ، چې د مېل جونز او ایما سټېپلز له خوا جوړ شوی، د ډاکټر کاټرین اوروي په ملتیا د ۲۰۲۱ کال د اګست له بدلونونو وروسته د دغو لوبغاړو په خوندي لېږد کې مهم رول لوبولی دی.
دغه بنسټ اوس د نړیوالو ورزشي سازمانونو په همکارۍ د برابرۍ، ټولګډون او د کډوالو او لږ لیدل شوو ښځینه ورزشکارانو لپاره د فرصتونو د پراختیا پروګرامونه جوړوي او عملي کوي.
د انګلستان کرکټ بورډ اجرائیوي مرستیالې او د ښځو کرکټ مسؤلې کلېر کانر ویلي: «موږ خوښ یو چې دا لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د ښځو د شل اوریز نړیوال جام پایلوبه کې هم ګډون ولري. کرکټ مسؤلیت لري چې د برابرۍ او فرصتونو د رامنځته کولو ملاتړ وکړي او موږ د دې سفر کوربهتوب ویاړ بولو.»
مېل جونز هم ویلي: «دا سفر د پرمختګ پر لور یو مهم ګام دی، خو په عین حال کې دا هم ښيي چې لا ډېر کار ته اړتیا شته. دغو لوبغاړو د ټولو ستونزو سره سره، کرکټ ته بېسارې زړورتیا او ژمنتیا ښودلې او دوی د لا زیاتو فرصتونو او د نړیوالې کرکټ ټولنې په منځ کې د مناسب ځای مستحقې دي.»
لیکواله:سلیمه آریایي








