د پاکستان د خېبر پښتونخوا ایالت اړوند په لوړ جنوبي وزیرستان کې د مکین په بازار کې د یوه چاودېدونکي توکي د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي. پاکستاني پولیسو ویلي، چې د پېښې په قربانیانو کې د سولې د کمېټې یو غړی هم شامل دی.
د پولیسو په وینا، چاودېدونکي توکي نامعلومو کسانو پر یوه موټرسایکل پورې تړلي وو او دغه موټرسایکل د مکین په بازار کې وچاودېد. چاودنه د جمعې په ورځ شاوخوا ۱۰:۴۵ بجې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې نهه کسان ټپیان شول او یوه کس وروسته روغتون ته د لېږدولو پر مهال ساه ورکړه.
پولیسو ویلي، چې د عنایت الله، شرافت خان او بنګي خان په نومونو د سولې د کمېټې درې غړي هم د چاودنې په ټپیانو کې شامل دي. د سولې د کمېټې ټپیان د درملنې لپاره رزماک روغتون ته انتقال شوي، په داسې حال کې چې نور ټپیان په سیمهییزو روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.
د چاودنې له امله په بازار کې څو هټۍ زیانمنې شوي او د هغوی دننه یو شمېر توکي او شتمنۍ هم ویجاړې شوي دي. له پېښې وروسته پولیسو د چاودنې سیمه محاصره کړې او د شواهدو د راټولولو او په پېښه کې د ښکېلو کسانو د پېژندلو لپاره یې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
پولیسو ویلي، چې د چاودنې په اړه یې څېړنې پیل کړي او د عاملانو د پېژندلو لپاره د پېښې بېلابېل اړخونه تر څېړنې لاندې نیول شوي دي. تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په لوړ او ښکته جنوبي وزیرستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. ځايي اوسېدونکو په وروستیو میاشتو کې د چاودنو، هدفي وژنو، تښتونو، له سوداګرو څخه د باج اخیستنې او پر پولیسو او امنیتي ځواکونو د بریدونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دوه ورځې وړاندې هم د لوړ جنوبي وزیرستان د سراروغه په سیمه کې وسلهوالو د سولې د کمېټې پر یوه غړي برید وکړ. په هغه پېښه کې یو پولیس وژل شوی او د سولې د کمېټې غړی ټپي شوی و.
لیکواله:سلیمه آریایي








