«فیفا»د فوټبال نړیوال فډراسیون تر اوسه نه دی توانېدلی چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د سیالیو د خپرولو حق په هند کې وپلوري، او له همدې امله د دې ادارې د رسنیو برخې چارواکي د خبرو اترو د دوام لپاره هند ته تللي دي. د خپرولو د حق پر بیه اختلاف د دې تړون د نه وروستۍ کېدو اصلي خنډ بلل شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د «ریلیانس-ډیزني» ګډ شرکت، چې د هند تر ټولو ستره رسنیزه مجموعه ګڼل کېږي، مخکې د دغو سیالیو د خپرولو حق د اخیستو لپاره شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالره وړاندیز کړی و. خو فیفا په لومړي سر کې ۱۰۰ میلیونه ډالر او وروسته لږ تر لږه ۶۰ میلیونه ډالر غوښتي دي. همدا مالي اختلاف لامل شوی چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې تر اوسه بې پایلې پاتې شي.
فیفا په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د خپرولو تړونونه یې د نړۍ له ۱۸۰ څخه زیاتو سیمو سره بشپړ کړي، خو د هند د بازار په اړه خبرې لا هم روانې دي او د دغو مذاکراتو جزئیات محرم ساتل شوي دي.
په ورته وخت کې، «سوني» شرکت، چې په هند کې د دغو سیالیو د خپرولو یو مهم احتمالي انتخاب ګڼل کېږي، تر اوسه د دې حق د اخیستو سیالۍ ته نه دی داخل شوی.
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د جون په ۱۱مه پیل شي، او که دا بنبست دوام ومومي، په هند کې میلیونونه د فوټبال مینهوال ښايي ونه توانېږي چې دا سیالۍ په رسمي ډول وګوري. هند چې شاوخوا ۸۵ میلیونه د فوټبال مینهوال لري، په آسیا کې د دې ورزش یو مهم بازار ګڼل کېږي، که څه هم په دغه هېواد کې د فوټبال محبوبیت لا هم د کرکټ په پرتله ډېر کم دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








