د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی لومړی مرستیال، عبدالظاهر قدیر، له کینیا څخه تر سپارل کېدو وروسته امریکا ته لېږدول شوی او ټاکل شوې چې د نیویارک د منهټن په فدرالي محکمه کې د نشهيي توکو او وسلو د قاچاق اړوندو تورونو په اړه محاکمه شي.
د دې وزارت د اعلان له مخې، عبدالظاهر قدیر، چې د حاجي عبدالظاهر په نوم هم پېژندل کېږي، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې ونیول شو او د حقوقي بهیر له بشپړېدو وروسته امریکا ته وسپارل شو.
د امریکا د عدلیې وزارت د خپرو شوو اسنادو له مخې، هغه د سلګونو کیلوګرامه هیروئینو او مېتامفېټامینو د امریکا ته د قاچاق دسیسې او همدارنګه د درنو پوځي وسلو د برابرولو او لېږدولو د هڅې له تورونو سره مخ دی.
امریکايي چارواکو همداراز ادعا کړې چې په دې دوسیه کې د هغو پوځي تجهیزاتو یو لېست ثبت شوی چې ګواکي عبدالظاهر قدیر یې غوښتنه کړې وه. په دې لېست کې بېلابېلې وسلې شاملې دي؛ لکه کلاشینکوف ټوپکونه، د آر پي جي-۷ راکټلانچرونه، د ډي اېس اېچ کې،پي کې اېم او کورد ماشینګڼې، د دراګونوف سنایپر ټوپکونه، مهمات، لاسي بمونه او تومانچې.
د قضايي اسنادو له مخې، امریکايي چارواکي ادعا کوي چې عبدالظاهر قدیر له داسې یوه کس سره معامله کړې وه چې ده ګومان کاوه د نشهيي توکو د قاچاق د یوې نړیوالې شبکې غړی دی، خو په حقیقت کې هغه د امریکا د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ادارې یو محرم غړی و.
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، قدیر په لومړي پړاو کې د سویلي افریقا په خاوره کې د دوه کیلوګرامه مېتامفېټامینو یوه ازمایښتي جوپه سپارلې وه او له هغې وروسته یې له همدې محرمې سرچینې سره د نشهيي توکو د لویو جوپو د لېږد او د وسلو د برابرولو په اړه خبرې کړې وې.
امریکايي چارواکو دا دوسیه د افغانستان د یوه پخواني لوړپوړي چارواکي پر وړاندې له مهمو جنایي قضیو څخه بللې ده. خو سره له دې، یاد تورونه لا هم په محکمه کې تر ارزونې لاندې دي او د قضیې وروستۍ پایله تر اوسه نه ده معلومه شوې.
په ورته وخت کې، ځینو سرچینو ادعا کړې چې د امریکايي ادارو څېړنې ښايي له نورو کسانو سره هم تړاو ولري، خو تر اوسه د امریکا رسمي چارواکو دغه ادعاوې نه دي تایید کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








