فاکسنیوز د یوې امریکايي سرچینې په حواله راپور ورکړی چې ایران په اردن کې مېشت امریکايي ځواکونه د توغندیزو بریدونو په وسیله په نښه کړي دي.
د فاکسنیوز خبریال ټرې ینګسټ د یکشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه ویلي چې د یوې امریکايي سرچینې په وینا، ایران په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر مرکزونو برید کړی، خو تر اوسه د پام وړ زیان نه دی اوښتی او نږدې ټول توغول شوي توغندي شنډ شوي دي.
د راپور له مخې، تر اوسه د برید د کره ځای، کارول شویو وسلو او احتمالي مرګژوبلې په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي.
د رویټرز د راپور له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو هم ویلي چې د اردن پر دوو امریکايي اډو، د «ملک حسین» او «الازرق» پر پوځي اډو یې بالستیک توغندیز بریدونه کړي دي.
دا بریدونه وروسته له هغې شوي چې امریکايي ځواکونو د ایران په لارک ټاپو کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو دوه توغندیو ویشتونکي په نښه کړل.
تر اوسه امریکايي چارواکو د اردن په خاوره کې پر خپلو ځواکونو د دغه وروستي برید په اړه د مرګژوبلې یا مالي زیانونو په تړاو رسمي جزییات نه دي اعلان کړي.
لیکوال:سعید سمیر








