TOOSnews
اعلان
فرانسوي خپرونه: له ایران سره جګړې د امریکا پوځ حیران کړی دی.
نړۍټوس نیوز

فرانسوي خپرونه: له ایران سره جګړې د امریکا پوځ حیران کړی دی.

۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

فرانسوي اوونیزې کوریه انترنسیونال» په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې که له ایران سره پوځي جګړه رامنځته شي، د امریکا پوځ به له هغه څه ډېر پېچلو شرایطو سره مخ شي چې تمه یې کېده.

په دې تحلیل کې راغلي چې امریکا په پیل کې فکر کاوه چې د هوايي برلاسۍ او پرمختللې ټکنالوژۍ په مټ کولای شي ایران ژر مهار کړي، خو د جګړې بهیر ښودلې چې دا ډول جګړه ښايي تر اټکل اوږده او پېچلې وي.

راپور زیاتوي چې په سیمه کې امریکايي ځواکونه، په ځانګړي ډول د دې هېواد پوځي اډې او بېړۍ، د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې زیان‌منونکي ثابت شوي دي.

همدارنګه د جګړې د لګښتونو له امله رامنځته شویو فشارونو او د لا ډېرو تجهیزاتو او ځواکونو د لېږلو اړتیا ته اشاره شوې، او ویل شوي چې دا موضوع د امریکا پر پوځي جوړښت د پام وړ فشار واردوي.

د تحلیل په پای کې ټینګار شوی چې دا ډول شخړې ښيي امریکا نور د پخوا په څېر نه شي کولای په منځني ختیځ کې یوه لویه جګړه له درنو پایلو پرته اداره کړي.

لیکواله:سلیمه آریاي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.