TOOSnews
اعلان
د آسیايي فوټبال لپاره تاریخي ریکارډ؛ جاپان د تونس پر وړاندې د څلور ځله پر ګل وهنه بریالی شو.
ورزشټوس نیوز

د آسیايي فوټبال لپاره تاریخي ریکارډ؛ جاپان د تونس پر وړاندې د څلور ځله پر ګل وهنه بریالی شو.

۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جاپان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د F ګروپ په دویمه لوبه کې د تونس پر وړاندې په زړه پورې او برلاسې لوبه ترسره کړه او د ۴-۰ په قاطعې بریا یې خپل د بل پړاو ته د تګ چانسونه د پام وړ زیات کړل.

جاپاني لوبغاړي په داسې حال کې میدان ته ښکته شول چې د دې لوبډلې یو مهم ستوری، تاکه‌فوسا کوبو، د ټپ له امله له لوبې بهر و. خو آیاسه اوئېدا د هغه تشه په خورا ښه توګه ډکه کړه او د خپلې ځلانده لوبې په مټ یې د بریا په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوباوه.

اوئېدا د دوو ګولونو په وهلو او د یوه ګول‌پاس په ورکولو سره د لوبې تر ټولو اغېزناک لوبغاړی و او د جاپان په بریا کې یې لویه ونډه واخیسته. دایچي کامادا او جونیا ایتو هم د جاپان نور ګولونه ووهل او د سامورایانو ستره بریا یې بشپړه کړه.

دې بریا نه یوازې جاپان ته درې ارزښتناک امتیازونه ورکړل، بلکې د آسیا فوټبال لپاره یې یو تاریخي ریکارډ هم ثبت کړ. جاپان د نړیوال جام په یوه لوبه کې د څلورو ګولونو په وهلو سره د آسیا لومړنۍ لوبډله شوه چې دغه لاسته راوړنه ثبتوي.

جاپان له دې بریا سره څلور امتیازونه خپل کړل او د هالنډ ترڅنګ یې له F ګروپ څخه د بل پړاو د صعود لپاره سیالي لا ګرمه کړه. بل لور ته، تونس خپله دویمه پرله‌پسې ماته تجربه کړه او سره له دې چې یوه لوبه یې لا پاتې ده، د ۲۰۲۶ نړیوال جام له سیالیو څخه بهر شو.

لیکواله:سلیمه آریايي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.