د عراق د کردستان سیمې امنیتي چارواکو یو ۲۸ کلن عراقي کرد سړی د انسان د قاچاق په تور نیولی دی؛ هغه کس چې ویل کېږي په وروستیو کلونو کې یې بریټانیا ته د ناقانونه کډوالو په لېږد کې مهم رول درلود.
دغه کس چې «کاردو جاف» نومېږي او زیاتره د «کاردو رانیه» په مستعار نوم پېژندل کېږي، د کردستان سیمې د امنیتي ادارې ځواکونو نیولی او د هغه د فعالیتونو په اړه څېړنې لا هم روانې دي.
د بي بي سي د پټو تحقیقاتو له مخې، هغه شبکه چې د ده تر مشرۍ لاندې یې فعالیت کاوه، تورنه ده چې زرګونه کډوال یې د کوچنیو کښتیو له لارې د مانش کانال څخه بریټانیا ته لېږدولي دي. راپورونه ښيي چې نوموړي کلونه د مستعارو نومونو په کارولو فعالیت کړی، چې له امله یې د هغه پېژندنه او د نړیوال نیولو حکم صادرول ستونزمن شوي وو.
د هغه اصلي هویت تېره اوونۍ د بي بي سي خبریالانو سو مېچل او راب لاوري افشا کړ. د دې قضیې جزییات د بي بي سي راډیو په ۴ پادکاسټ کې هم خپاره شوي دي.
کاردو جاف له بي بي سي سره په خبرو کې د انسان قاچاق تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې یوازې یې خلکو ته له عراقه د وتلو د لارو چارو مشورې ورکولې. هغه ټینګار کړی چې ځان مجرم نه ګڼي.
خو څېړنیزې ادارې باور لري چې هغه د یوې کردي ـ عراقي شبکې له مهمو څېرو څخه و، چې بریټانیې ته یې د ناقانونه کډوالو د سفرونو لویه برخه تنظیموله. ویل کېږي د «رانیه» مستعار نوم د عراق د کردستان له هغه ښار څخه اخیستل شوی چې د دې شبکې ځینې مشران ترې دي.
د عراق پارلمان کرد استازي ډاکټر مثنی نادر بي بي سي ته ویلي چې دې شبکې “پراخ ځواک” درلود او بریټانیا ته د ناقانونه کډوالۍ ډېره برخه د رانیه ښار څخه مدیریت کېده.
د بي بي سي د راپور له مخې، کاردو جاف خپل خدمات په ټولنیزو شبکو کې اعلانول او له افغانستانه تر بریټانیې پورې یې د کډوالو د لېږد بېلابېل پروګرامونه وړاندې کول. په دغو اعلانونو کې د لندن زړه راښکونکي انځورونه او د ظاهراً راضي مشتریانو کیسې خپرېدې.
راپورونه دا هم ښيي چې هغه به د کډوالو د مالي توان له مخې بېلابېلې لارې او طریقې وړاندیزولې. د بي بي سي له ژباړن سره په یوه ثبت شوې خبرې کې، چې ځان یې مشتری معرفي کړی و، بریټانیا ته د یوې کورنۍ د انتقال لپاره د ځانګړې الوتنې له لارې مانچسټر ته د ۱۶۰ زره پونډو وړاندیز شوی و.
بل لور ته، ځینو بېوزلو کډوالو بي بي سي ته ویلي چې د شپې ناوخته په ګڼو او خطرناکو کښتیو کې سپاره شوي او پرته له کافي ملاتړ څخه اړ شوي وو چې خپله د مانش کانال لاره رهبري کړي.
د بریټانیا د جرمونو ملي ادارې هم ویلي چې د مې په ۱۳مه یې د انسان قاچاق یو شکمن کس نیولی، خو نوم یې په رسمي ډول نه دی اعلان کړی. د دې ادارې د عملیاتو مشر راب جونز دغه نیونه د انسان قاچاق د سازمانشوو شبکو پر ضد “مهم اقدام” بللی دی.
هغه ټینګار کړی چې امنیتي ادارې د کډوالو د سازمانشوو قاچاق له ۱۰۰ څخه د زیاتو قضیو څېړنه کوي؛ هغه دوسیې چې ځینې یې په منځني ختیځ او افریقا کې له فعالو شبکو سره تړاو لري.
له ۲۰۲۰ کال راهیسې، د کوچنیو کښتیو له لارې د مانش کانال اوښتل بریټانیا ته د ناقانونه کډوالو د ننوتلو له مهمو لارو څخه ګرځېدلې ده. ډېری هغه کسان چې له دې لارې بریټانیا ته دننه کېږي، د پناه غوښتنه کوي او وایي چې د ناامنۍ، تاوتریخوالي یا ګواښونو له امله په خپلو هېوادونو کې ژوند ته دوام نه شي ورکولی.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، ډېری هغه کډوال چې له دې لارې بریټانیا ته دننه شوي، تر ۴۰ کلونو کم عمره نارینه او هلکان وو.
لیکواله:سلیمه آریایي








