عربستان سعودي د حج د زائرانو د سفر د اسانتیا لپاره د «مکې لارې» نوښت د ۱۰ هېوادونو او ۱۷ د ننوتلو دروازو پورې پراخ کړی دی.
سعودي چارواکي وايي، دا طرحه زائرانو ته اجازه ورکوي چې عربستان ته د داخلېدو ټول مراحل له الوتنې مخکې په خپل هېواد کې بشپړ کړي. دا اقدام د دغه هېواد د ۲۰۳۰ لیدلوري په چوکاټ کې عملي کېږي او د میلیونونو حاجیانو لپاره یې د حج سفر چټک، اسانه او په بشپړه توګه ډیجیټلي کړی دی.
د عرب نیوز د راپور له مخې، هغه زائران چې د دې نوښت له لارې عربستان ته داخلیږي، د پولو د کنټرول په برخو کې یوازې څو دقیقې انتظار کوي، ځکه چې د داخلېدو ټول شرطونه او پروسې یې مخکې په خپل هېواد کې بشپړې کړې وي.
د «مکې لارې» پروژه لومړی ځل په ۲۰۱۸ کال کې اعلان شوه او په رسمي ډول په ۲۰۱۹ کال کې پلې شوه. د دې پروګرام موخه د حج د سفر ستونزې کمول او زائرانو ته لا ډېر آرام او ډاډ برابرول دي، څو هغوی خپل مذهبي مناسک په ښه تمرکز ترسره کړي.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې دا خدمات ۱۷ د ننوتلو دروازو او ۱۰ هېوادونو ته پراخ شوي دي. سینیګال او برونای دارالسلام هم د لومړي ځل لپاره له دې طرحې سره یوځای شوي دي. مراکش، اندونیزیا، مالیزیا، پاکستان، بنګلهدېش، ترکیه، عاج ساحل او مالدیو هم په دې پروګرام کې شامل هېوادونه دي.
یو شمېر زائرانو چې له دې خدماتو یې ګټه اخیستې، د تنظیم د لوړې کچې او د سفر د اسانتیا ستاینه یې کړې او ویلي یې دي چې دا طرحه هغوی ته لا ډېر راحت او ډاډ ورکوي.
بنګلهدېشي زائرانو ویلي چې د هېواد پرېښودو مخکې د ټولو اداري چارو بشپړېدو د دوی سفر چټک او منظم کړی او د وخت د پام وړ سپما یې رامنځته کړې ده، ځکه چې عربستان ته تر رسېدو وروسته نور د پاسپورټ کنټرول په اوږدو قطارونو کې انتظار ته اړتیا نه لري.
په اندونیزیا کې، چې د نړۍ تر ټولو لویه د حج ونډه لري، زائرانو د خدماتو د ښه کېدو او عربستان ته تر رسېدو وروسته د استوګنې ځایونو ته د چټک لېږد ستاینه یې کړې ده. هغوی ویلي چې په خپل هېواد کې د چارو د اسانه کېدو او د سامانونو جلا لېږد هغوی ته زیات ذهني سکون ورکړی دی.
په ترکیه کې هم دا طرحه د څلورم پرلهپسې کال لپاره عملي کېږي. د استانبول هوايي ډګر په ځانګړي ترمینل کې د یوځای شویو خدماتو وړاندې کول او د ترکي، عربي او انګلیسي ژبو پر کارکوونکو سمبال ټیم د زائرانو لارښوونه او اړیکې اسانه کړي دي.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د دې پروژې له پیل راهیسې تر اوسه ټولټال یو میلیون او ۲۵۴ زره او ۹۹۴ زائرانو د «مکې لارې» له خدماتو ګټه اخیستې ده.
سعودي عربستان همداراز د توکلنا اپلېکېشن له لارې د حج اړوند ډیجیټلي خدمات پراخوي، څو زائران وکولای شي د خپل هېواد له پرېښودو مخکې د حج جوازونه په برېښنايي ډول ترلاسه او وړاندې کړي. سعودي چارواکي وايي، دا اقدام د زائرانو د سفر د اسانتیا او ډیجیټلي خدماتو د پراختیا لپاره د پراخ پلان یوه برخه ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








