TOOSnews
اعلان
عمران خان د درملنې لپاره الشفا روغتون ته ولېږدول شو.
نړۍټوس نیوز

عمران خان د درملنې لپاره الشفا روغتون ته ولېږدول شو.

۳۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان وايي، چې عمران خان پنجشنې د شپې شاوخوا یوه بجه د درملنې لپاره له اډیاله زندان څخه الشفا روغتون ته لېږدول شوی دی.

علیمه خان ویلي، چې د عمران خان بله خور، ډاکټر عظمي، او کورنی ډاکټر یې اوس مهال په روغتون کې له هغه سره دي.

د پاکستان د سترې محکمې د امر له مخې، ۷۳ کلن عمران خان د طبي معایناتو او درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي هم تر دې مخکې ویلي وو، چې د عمران خان معاینات او درملنه به د هغه د کورنۍ او شخصي ډاکټرانو په حضور کې په الشفا روغتون کې ترسره کېږي.

عمران خان په ۲۰۲۲ کال کې د پارلمان له لوري د نه باور رایې له لارې له واکه له لرې کېدو وروسته په څو قضیو کې محکوم او تورن شوی دی. پر هغه د دولتي ډالیو د پلور، پر پوځي او دولتي ودانیو د تاوتریخوالي د هڅولو او ناقانونه واده په ګډون تورونه لګېدلي، خو نوموړي دغه تورونه رد کړي دي.

د هغه له محکومیتونو څخه ډېری یې یا ځنډول شوي او یا بېرته لغوه شوي، او د ځینو قضیو د استېناف بهیر هم روان دی.

بلخوا، د پاکستان تحریک انصاف ګوند اعلان کړی چې د عمران خان د خوشې کېدو لپاره به د روان کال د سپټمبر په ۲۷مه په ټول پاکستان کې پراخ لاریونونه ترسره کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.