د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر، عمران خان، په اسلاماباد کې په یوه خصوصي روغتون کې له طبي معاینې وروسته، د جمعې په لومړیو ساعتونو کې یو ځل بیا په راولپنډي کې اډیاله زندان ته ولېږدول شو.
عمران خان د سېشنبې په ورځ، د پاکستان د سترې محکمې له حکم وروسته، د طبي معاینې او روغتیايي ارزونو لپاره له زندانه په اسلاماباد کې الشفا خصوصي روغتون ته لېږدول شوی و.
د پاکستان سترې محکمې د طبي پلاوي د راپور او د زندان د سرپرست د راپور له ارزونې وروسته امر کړی و چې عمران خان دې د معاینې او درملنې لپاره خصوصي روغتون ته ولېږدول شي.
د محکمې د حکم له مخې، د عمران خان شخصي ډاکټر او خور ته هم اجازه ورکړل شوې وه چې د هغه د طبي پاملرنې په بهیر کې ګډون وکړي. همدارنګه، د متخصصو ډاکټرانو یو طبي پلاوی موظف شوی و چې د هغه روغتیايي وضعیت وارزوي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې عمران خان له څو ساعتونو طبي معاینې او ارزونې وروسته له روغتون څخه بېرته زندان ته ولېږدول شو. ډاکټرانو د هغه له معاینې وروسته د روغتیا له پلوه په زندان کې د هغه پاتې کېدل مناسب بللي دي.
دا انتقال په داسې حال کې ترسره شو چې د پاکستان حکومت د چهارشنبې په ورځ د عمران خان د روغتون ته د انتقال په اړه د سترې محکمې له حکم سره مخالفت کړی و او د دې پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه یې کړې وه.
د پاکستان د سترې محکمې د ثبت دفتر د پنجشنبې په ورځ د حکومت غوښتنه د ځینو اداري نیمګړتیاوو له امله بېرته ګرځولې ده. حکومت کولای شي چې له دغو نیمګړتیاوو د لرې کولو وروسته خپله د بیاکتنې غوښتنه یو ځل بیا محکمې ته وړاندې کړي.
عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست له میاشتې راهیسې په زندان کې دی او په څو قضیو کې د بند په سزا محکوم شوی دی. پر هغه لګېدلي تورونه د دولتي ډالیو پلورل، د پوځي او دولتي تاسیساتو پر وړاندې د تاوتریخوالي پارول، او غیرقانوني واده شامل دي.
خو د عمران خان د محکومیتونو له ډلې پرته له یوې قضیې، نورې ټولې یا ځنډول شوي او یا لغوه شوي دي، او په یو شمېر قضیو کې د استېناف بهیر لا هم روان دی. عمران خان پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم اعلان کړی چې د روان کال د سپټمبر په ۲۷مه به په ټول پاکستان کې د عمران خان د آزادۍ په ملاتړ پراخ لاریونونه ترسره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








