TOOSnews
اعلان
په بلوجستان كې يوه ښځینه پوليسه او د پوهنتون استاد وژل شوي.
نړۍټوس نیوز

په بلوجستان كې يوه ښځینه پوليسه او د پوهنتون استاد وژل شوي.

۲۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ د دوام په لړ کې، ناپېژاندو وسله‌والو په دوو جلا بریدونو کې یوه ښځینه پولیسه او د پوهنتون یو استاد وژلي دي.

د راپورونو له مخې، د کېچ ولسوالۍ د ابسر سیمې په یوه برید کې وسله‌والو پر یوې ښځینه پولیسې هغه مهال ډزې وکړې چې په موټر کې روانه وه. د پولیسو په وینا، په برید کې ښځینه سرتېرې وژل شوې او د هغې خاوند او پنځه کلن زوی ټپیان شوي دي. ټپیان او د وژل شوې مړی روغتون ته لېږدول شوي، خو تر اوسه د بریدګرو د هویت برید د او انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

بل لور ته، د نوشکي ولسوالۍ د مینګل‌اباد په سیمه کې هم ناپېژندو وسله‌والو د پوهنتون استاد پروفیسور غمخوار حیات په ډزو وژلی دی.

دا پېښې داسې مهال رامنځته کېږي چې تېره اوونۍ د مستونګ ولسوالۍ کې د ګوادر پوهنتون مرستیال رییس، دوه استادان او یو موټرچلوونکی هم د وسله‌والو له‌خوا تښتول شوي وو او تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

په بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو او علمي شخصیتونو پر وړاندې د بریدونو زیاتېدو د سیمې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.