د هند حکومت اعلان کړی چې د تابعیت د اصلاح شوي قانون له مخې، له افغانستان، پاکستان او بنګلهدېش څخه د تابعیت غوښتونکي باید د خپلو اوسنیو او پخوانیو پاسپورټونو بشپړ معلومات اړوندو ادارو ته وړاندې کړي.
د هند د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، هغه مذهبي لږکۍ چې له یادو درې هېوادونو څخه د هند تابعیت غواړي، مکلف دي چې د خپلو پاسپورټونو اړوند ټول جزئیات ثبت کړي. په دې معلوماتو کې د پاسپورټ شمېره، د صادرېدو نېټه، د صادرېدو ځای او د پای نېټه شامل دي.
هندي چارواکي وايي دا اقدام وروسته له هغې ترسره شوی چې ځینې کسان د هند تابعیت ترلاسه کولو وروسته هم د افغانستان، پاکستان یا بنګلهدېش پاسپورټونه ساتلي دي، حال دا چې هند دوهګونی تابعیت نه مني.
د نوو مقرراتو له مخې، هغه کسان چې د هند تابعیت ترلاسه کوي، باید په ۱۵ ورځو کې خپل پخوانی پاسپورټ اړوندو ادارو ته وسپاري.
د هند پارلمان دا جنجالي قانون په ۱۳۹۸ لمریز کال کې تصویب کړی و، چې له مخې یې هند کولای شي هغو مذهبي لږکیو ته تابعیت ورکړي چې د ځورونې له امله له افغانستان، پاکستان او بنګلهدېش څخه دغه هېواد ته تللي وي. د دې قانون له مخې مسلمانان له دې ځانګړي امتیازه مستثنا دي، خو هندوان، سېکان، بودایان، زردشتیان او عیسویان کولای شي د ۲۰۱۵ کال څخه مخکې د مهاجرت په صورت کې د تابعیت غوښتنه وکړي.
په وروستیو کلونو کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د مذهبي او قومي لږکیو وضعیت د پام وړ کړکېچن شوی او ګڼ شمېر سېکان او نور اقلیتونه هند، کاناډا او نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








