TOOSnews
اعلان
هند افغانستان ته د ماشومانو د معافيت پروګرام لپاره ٢٠ تټه واكسيني توكي ولېږل.
نړۍټوس نیوز

هند افغانستان ته د ماشومانو د معافيت پروګرام لپاره ٢٠ تټه واكسيني توكي ولېږل.

۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د ماشومانو د معافیت پروګرام د پیاوړتیا لپاره یې ۲۰ ټنه د بي‌سي‌جي، ټېټانوس او ډېفتریا واکسینونه او اړوند طبي توکي کابل ته استولي دي.

دغه وزارت د جمعې په ورځ، د غبرګولي لومړۍ نېټه، په اېکس کې لیکلي چې دا مرستې د افغانستان د روغتیايي سکتور د ملاتړ او د ماشومانو د معافیت د کچې د لوړولو په موخه ترسره شوې دي.

د هندي چارواکو په وینا، په دغې مرستندویه کڅوړه کې د بي‌سي‌جي، ټېټانوس او ډېفتریا واکسینونو د چمتو کولو لپاره ځانګړي وچ مواد هم شامل دي، چې د ماشومانو د روغتیا ساتنې او د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره مهم بلل کېږي.

هند ویلي، دا یوازې د طبي مرستو یوه برخه ده او په نږدې راتلونکي کې به نورې ورته مرستې هم افغانستان ته ولېږل شي. د نوي ډیلي په خبره، د دغو مرستو دوام به د افغانستان د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم رول ولوبوي.

د هند حکومت ټینګار کړی، چې د افغانستان له خلکو سره د روغتیا په برخه کې خپلې مرستې او همکارۍ ته ژمن دی او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.