TOOSnews
اعلان
په خيبر پښتونخوا کې د وسله‌والو ډلو ترمنځ داخلي کړکېچ زيات شوی دی.
نړۍټوس نیوز

په خيبر پښتونخوا کې د وسله‌والو ډلو ترمنځ داخلي کړکېچ زيات شوی دی.

۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د خیبرپښتونخوا ایالت د کرم په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان او د دې ډلې د جلا شوې څانګې جماعت الاحرار ترمنځ په خونړیو نښتو کې لږ تر لږه ۲۲ وسله‌وال وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، په دغو نښتو کې د جماعت الاحرار ۱۹ غړي او د تحریک طالبان پاکستان ۳ غړي وژل شوي دي.

اکسپریس ټریبون ورځپاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې کړکېچ هغه مهال زیات شو کله چې د تحریک طالبان پاکستان مرکزي شورا د جماعت الاحرار پر ځینو قوماندانانو د انضباطي اقداماتو پرېکړه وکړه او له دې ډلې یې د وسلو د سپارلو غوښتنه وکړه، چې بالاخره د دواړو خواوو ترمنځ په وسله‌واله نښته واوښته.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د تاوتریخوالي د مهار لپاره په سیمه کې یوه قومي جرګه هم جوړه شوې وه، خو دغه غونډه د بحران د کمېدو پر ځای په وسله‌والې نښتې او ډزو بدله شوه.

د دغې پېښې په دوام، جماعت الاحرار اعلان کړی چې د خپلو وژل شویو غړو غچ به اخلي. دغه ډله په ۲۰۱۴ کال کې د تحریک طالبان پاکستان له جلا کېدو وروسته جوړه شوې او د ملګرو ملتونو له لوري د «ترهګرو» ډلو په نوملړ کې شامله ده.

په جلا پېښه کې، امنیتي سرچینو راپور ورکړی چې یو مهم وسله‌وال قوماندان چې «جان میر» مشهور په «تور ثاقب» نومېده، له خپلو شاوخوا ۳۰ ملګرو سره د شمالي وزیرستان په شوال او سپین‌وام سیمو کې د وروستیو پوځي عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، نوموړی د چاودېدونکو توکو او لاسي بمونو په جوړولو کې تخصص درلود او د دغو ډلو په جنګي تکتیکونو کې د یوې پېژندل شوې څېرې په توګه یادېده.

تر اوسه وسله‌والو مخالفو ډلو د دغو راپورونو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.