ځینو نړیوالو رسنیو، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ګډون، راپور ورکړی چې د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدينژاد د سپاه پاسداران د استخباراتو سازمان له خوا په کورني بند کې ساتل شوی دی. په دغو راپورونو کې ادعا شوې چې دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د هغه منسوب شوې اړيکې له اسرائیل سره افشا شوې.
د دغو راپورونو له مخې، دا ادعا هم شوې چې اسرائیل په تېرو کلونو کې هڅه کړې وه له احمدينژاد سره اړیکې ټینګې کړي. خو تر اوسه د دغو ادعا شویو اړیکو د څرنګوالي یا اړوندو اسنادو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
تر هغه وخته چې دا خبر خپور شوی و، د ایران چارواکو، د سپاه پاسداران د استخباراتو سازمان او د محمود احمدينژاد دفتر هېڅ رسمي غبرګون نه و ښودلی چې دا راپورونه یې تایید یا رد کړي وي. همدارنګه د دغو ادعاوو خپلواکه تایید هم ممکن نه دی.
دا راپورونه په داسې حال کې خپاره شوي چې د ایران سیاسي فضا لا هم د سیمې د وروستیو بدلونونو تر اغېز لاندې ده. دغو ادعاوو په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پراخ انعکاس موندلی، خو تر اوسه په ایران کې هېڅ رسمي سرچینې نه دي تایید کړي او نه یې رد کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








