TOOSnews
اعلان
ایراني چارواکی: له هېواده بهر ځینې فارسي ژبې رسنۍ د پوځي اهدافو په لېست کې شاملې دي.
نړۍټوس نیوز

ایراني چارواکی: له هېواده بهر ځینې فارسي ژبې رسنۍ د پوځي اهدافو په لېست کې شاملې دي.

۶ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د وسله‌والو ځواکونو ویاند، ابولفضل شکارچي، له هېواده بهر یو شمېر مېشتې فارسي ژبې رسنۍ د امریکا او اسرائیلو له استخباراتي ادارو سره په همکارۍ تورنې کړي او ویلي یې دي چې د تهران له نظره دغه رسنۍ د پوځي اهدافو په ډله کې راځي.

شکارچي د چهارشنبې په ورځ، د وږي په ۵مه، له راډیو فردا سره په یوه مرکه کې د راډیو فردا، بي‌بي‌سي فارسي او ایران انټرنشنل نومونه واخیستل او ادعا یې وکړه چې دغه رسنۍ له موساد او د امریکا له مرکزي استخباراتي ادارې سره همکاري لري.

هغه وویل، د ایران اسلامي جمهوریت دغه رسنۍ خپلواکې خبري ادارې نه ګڼي او ادعا یې وکړه چې د دوی د فعالیتونو له امله، د تهران له نظره دغه رسنۍ پوځي اهداف بلل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په تېرو کلونو کې هم څو ځله له هېواده بهر فارسي ژبې رسنۍ د اسلامي جمهوریت پر ضد په تبلیغاتي فعالیتونو او د امریکا او اسرائیلو د سیاستونو په ملاتړ تورنې کړي دي.

شکارچي په خپلو تازه څرګندونو کې د هغو رسنیو په اړه چې «پوځي اهداف» یې بللي، نور جزئیات ورنه کړل او همداراز یې د دغو تورونو لپاره کوم مشخص بنسټ وړاندې نه کړ. په دې خبر کې یادو شویو رسنیو هم د نوموړي د تازه څرګندونو په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.