TOOSnews
اعلان
ایراني چارواکي له طالبانو د مشهد مېشتو افغانانو لپاره د اوبو برابرولو غوښتنه وکړه.
نړۍټوس نیوز

ایراني چارواکي له طالبانو د مشهد مېشتو افغانانو لپاره د اوبو برابرولو غوښتنه وکړه.

۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د خراسان رضوي والي، غلام حسین مظفري، په مشهد کې د اوبو د سرچینو د زیاتېدونکي بحران په اړه ویلي چې د دغه ښار د ځمکې لاندې اوبو زېرمې پای ته رسېدلي او د اوبو د سرچینو وضعیت له بحرانه اوښتی او د «ناورین» پړاو ته رسېدلی دی.

مظفري د شنبې په ورځ، د زمري ۳۱مه، په مشهد کې د شاوخوا یو میلیون افغان کډوالو د شتون په اړه وویل چې د دغې ډلې د اړتیا وړ اوبو برابرول د طالبانو له لوري کولی شي په دغه ښار کې د اوبو د کمښت ستونزه راکمه کړي.

د خراسان رضوي والي په دغه ولایت کې د اوبو له سرچینو څخه بې‌ځایه استفاده او د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو شدید کمښت په مشهد کې د اوبو د کمښت د زیاتېدو له اصلي عواملو څخه وبلل او د دې وضعیت د دوام په اړه یې خبرداری ورکړ.

هغه همداراز په افغانستان کې د سلما بند د جوړېدو په اړه وویل چې دغه بند د څه باندې ۳۸۰ میلیون متر مکعبه ظرفیت په لرلو سره د اوبو د برابرولو د پام وړ وړتیا لري او کولی شي د دواړو لورو د دوه‌اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې پرې بحث وشي.

مظفري هیله څرګنده کړه چې د طالبانو چارواکي د دواړو لورو ترمنځ د تعاملاتو په چوکاټ کې په مشهد کې د مېشتو افغانانو د اړتیا وړ لږ تر لږه د یوې برخې اوبو د برابرولو لپاره اقدام وکړي؛ د هغه په وینا، دغه اقدام کولی شي د دغه ښار پر اوبو سرچینو فشار راکم کړي.

د سلما بند د افغانستان په لوېدیځ کې د هریرود او مرغاب د اوبو په حوزه کې موقعیت لري او د افغانستان له مهمو اوبو بندونو څخه ګڼل کېږي. د دغه بند د اصلي زېرمتون د اوبو ډکول په ۱۳۹۴ کال کې پیل او پروژه په ۱۳۹۵ کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.