د ایران د قضایې قوې اړوند میزان خبري اژانس اعلان کړی چې مجتبی کیان د اسرائیل او امریکا لپاره د «استخباراتي فعالیتونو» په تور اعدام شوی دی.
د قضایې قوې د معلوماتو له مخې، مجتبی کیان د وروستۍ جګړې پر مهال د ایران د دفاعي صنعتونو اړوند معلومات مقابل لوري ته ورکول. د قضایي چارواکو په وینا، هغه د دفاعي صنایعو د پرزو د تولید مرکزونو موقعیتونه او معلومات «مخالفو شبکو» ته استولي وو.
قضایې قوې ویلي چې د دوسیې یوه برخه اسناد د تورن د تحقیق او محکمې پر مهال پر «اعترافونو» ولاړ وو. میزان خبري اژانس هم ټینګار کړی چې دغو اعترافونو د اعدام د حکم په صادرېدو کې مهم رول درلود.
بلخوا، د بشري حقونو ادارو یو ځل بیا په ایران کې د امنیتي دوسیو د عدلي بهیر په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغو ادارو د فشار لاندې د اعترافونو اخیستلو او د عادلانه محاکمې د نشتوالي په اړه نیوکې کړي دي.
مجتبی کیان د البرز ولایت کې نیول شوی و او د هغه د دوسیې څېړنه هم په همدې ولایت کې ترسره شوې ده. د میزان د راپور له مخې، د نیول کېدو څخه تر اعدام پورې یې له ۵۰ ورځو کم وخت تېر شوی دی.
د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران د جګړې له پیل راهیسې، د اسلامي جمهوریت قضایي ادارې شاوخوا ۳۰ کسان په بېلابېلو تورونو اعدام کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي هم مخکې ویلي وو چې په ایران کې د تېر یو کال په ترڅ کې د اعدامونو کچه په څرګند ډول لوړه شوې، او دا بهیر د وروستۍ جګړې له پیل وروسته لا چټک شوی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








