د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تهران د امریکا د وروستي وړاندیز په اړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو په تړاو وړاندې شوی، خپل ځواب تر څېړنې لاندې نیولی دی.
د الجزیرې شبکې د پنجشنبې د می ۲۱مه، راپور ورکړی چې ایران او امریکا د پاکستان په منځګړیتوب د اوربند د یوې وړاندیز شوې مسودې په اړه د پیغامونو تبادله کوي.
د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي: «د ایران د ۱۴ مادو له اصلي متن پر بنسټ، د پیغامونو تبادله په څو پړاوونو کې ترسره شوې ده.»
هغه همدارنګه ټینګار کړی چې تهران د امریکا نظرونه او ځوابونه ترلاسه کړي او اوس یې تر ارزونې لاندې نیولي دي.
اسماعیل بقايي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تازه تهران ته سفر کړی و.
په همدې حال کې پاکستان د تهران او واشنګټن ترمنځ په خبرو کې د منځګړي رول لوبوي، او په همدې چوکاټ کې محسن نقوي په وروستیو ورځو کې د دویم ځل لپاره ایران ته سفر کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








