د غزې روغتیايي چارواکو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د مرکزي غزې په نصیرات کمپ کې د یوې جنازې پر مراسمو د اسراییلو د هوايي برید له امله لږ تر لږه ۸ فلسطینیان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. د دغو چارواکو په وینا، دغه جنازه د هغه کس لپاره وه چې مخکې په همدې سیمه کې د اسراییلو په یوه بل برید کې وژل شوی و.
په غزه کې ډاکټرانو هم ویلي چې د اسراییلو په جلا جلا بریدونو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۴ نور فلسطینیان وژل شوي دي. له همدې امله، د جمعې د ورځې د بریدونو د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۲ تنو ته رسېدلی دی.
حماس د نصیرات کمپ کې د جنازې پر مراسمو برید «وحشیانه قتل عام» بللی او له نړیوالو منځګړو او ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د غزې پر وړاندې د اسراییلو د بریدونو د درولو لپاره اقدام وکړي.
په مقابل کې، د اسراییلو پوځ ویلي چې د دغه برید هدف د «فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ» پورې تړلې یوه ډله وه؛ هغه ډله چې په غزه کې د حماس ترڅنګ په ځینو برخو کې فعالیت کوي. د اسراییلو پوځ همداراز ویلي چې د ملکي وګړو د زیانمنېدو له راپورونو خبر دی.
د غزې د روغتیايي چارواکو د خپرو شویو شمېرو له مخې، د اسراییلو او حماس ترمنځ د اکتوبر په میاشت کې د اوربند له ټینګښت وروسته، تر ۱۱۰۰ ډېر فلسطینیان د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي؛ د دغو چارواکو په وینا، ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.
په امریکا کې مېشتې څېړنیزې ادارې «اېسياېلاېډي» چې د سیاسي تاوتریخوالي پېښې څاري، ویلي چې د جون په میاشت کې د حماس او نورو وسله والو ډلو پر ضد د اسراییلو هوايي بریدونه تر ۴۰ ډېر شوي دي؛ دا د اوربند له پیل راهیسې تر ټولو لوړه میاشتنی کچه بلل شوې ده.
دغه اداره زیاتوي چې د دواړو لورو د اړیکې کرښو ته څېرمه هم نور بریدونه شوي، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون، وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د غزې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې تر اوسه له ۷۳ زرو ډېر فلسطینیان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








