د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر، ګیډیون سعار، ویلي چې اسرائیل نه غواړي له ترکیې سره کړکېچ لا پسې زیات شي، خو په سوریه کې د ترکیې د پوځي اډو له جوړېدو سره به مخالفت وکړي. هغه ټینګار کړی چې اسرائیل د اوسني وضعیت د ساتلو هڅه کوي او دیپلوماټیک حل ته ترجېح ورکوي.
سعار له اسرائیلي ۱۲ چینل سره په خبرو کې، په لبنان او غزه کې د ایران د نفوذ په اشاره وویل چې اسرائیل نه غواړي د ترکیې او سوریې په اړیکو کې هم ورته وضعیت تکرار شي. هغه همداراز په سوریه کې د پوځي حضور او نفوذ د پراخېدو په اړه د اسرائیلو اندېښنې څرګندې کړي.
د نوموړي څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د سوریې د وضعیت پر سر د اسرائیلو او ترکیې ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی. تېره اوونۍ اسرائیلي جنګي الوتکو د سوریې په شمال کې د ابوظهور هوايي اډه په نښه کړه؛ هغه اقدام چې تلابیب یې په سوریه کې د ترکیې د احتمالي ځواکونو د حضور په اړه له خپلو امنیتي اندېښنو سره تړلی دی.
اسرائیل ادعا کړې چې د ابوظهور هوايي اډه په دې درشل کې وه چې ترکي ځواکونه پکې ځای پر ځای شي، او دا ډول حضور د خپل امنیت لپاره ګواښ بولي. خو سوریې او ترکیې دا ادعا رد کړې او په دې اډه کې د ترکیې د احتمالي ځواکونو د حضور په اړه یې متفاوت روایتونه وړاندې کړي دي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني ویلي چې په ابوظهور کې د ترکیې د دایمي پوځي اډې د جوړولو هېڅ پلان نه و. د هغه په وینا، په دغه ځای کې د ترکي افسرانو حضور یوازې د روزنیزې همکارۍ او د تخصص د تبادلې په چوکاټ کې و.
د ترکیې دفاع وزارت هم د ابوظهور په هوايي اډه کې د خپل هېواد د هر ډول پوځي پلاوي حضور، که د اسرائیلو له برید مخکې و او که د برید پر مهال، رد کړی دی. له همدې امله، په دې اډه کې د ترکي ځواکونو د احتمالي حضور د هدف او ماهیت په اړه د ښکېلو لورو ترمنځ د لید لورو اختلاف موجود دی.
اسرائیل له تېر کال راهیسې، په سوریه کې د بشار الاسد د نظام له نسکورېدو وروسته، د ترکیې د پوځي نفوذ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي. اسرائیلي چارواکو په بېلابېلو مواردو کې خبرداری ورکړی چې دا هېواد به په سوریه کې د هغو مخالفو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو یا د نویو پوځي اډو د جوړېدو اجازه ورنه کړي چې د تلابیب له نظره د اسرائیلو امنیت ته ګواښ متوجه کولی شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








