د ایټالیا د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د فیفا د اوسني ولسمشر جاني انفانتینو د ۲۰۲۷ کال د بیا ټاکنې لپاره خپل ملاتړ بېرته اخلي.
د ایټالیا فدراسیون ویلي، دا پرېکړه د فیفا د مشرتابه او د نړیوالو سیالیو د پراختیا په اړه د وروستیو اقداماتو له امله شوې ده.
انفانتینو تر دې وړاندې د نړیوال جام او نورو سیالیو د سوداګریزو حقونو د خصوصي پانګهوالو لپاره د پرانیستلو له یوې طرحې سره هم له پراخو مخالفتونو سره مخ شوی و. د هغه د بیا ټاکنې لپاره د ۲۰۲۷ کال په ټاکنو کې د اروپايي هېوادونو ملاتړ په کمېدو دی.
لیکوال:سعید سمیر








