TOOSnews
اعلان
جي شاه: شاپور ځدراڼ د افغانستان د كركټ د زرينې دورې نه هېربدونكى اتل و.
ورزشټوس نیوز

جي شاه: شاپور ځدراڼ د افغانستان د كركټ د زرينې دورې نه هېربدونكى اتل و.

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) مشر جي شاه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني چټک توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې د افغان کرکټ د پرمختګ یو مهم شخصیت بللی دی.

جي شاه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د شاپور ځدراڼ مړینه ورته ډېره دردونکې ده. د هغه په وینا، شاپور د افغانستان د کرکټ د نړیوال سفر او د دې لوبې د پام وړ پرمختګ په بهیر کې مهمه ونډه لرله او د هېواد د کرکټ په تاریخ کې به یې نوم تل ژوندی پاتې وي.

هغه د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته په اشارې ویلي، شاپور ځدراڼ به په ځانګړي ډول د سکاټلنډ پر وړاندې د خپلې بریاوې راوړونکې وروستۍ لوبې له امله یادېږي؛ هغه لوبه چې افغانستان ته یې په نړیوال جام کې لومړنۍ تاریخي بریا ورپه برخه کړه.

د ICC مشر په خپل پیغام کې د شاپور ځدراڼ له کورنۍ، ملګرو، د افغانستان د کرکټ له ټولنې او مینه‌والو سره خواخوږي څرګنده کړې، هغوی ته یې د زړه له کومې تسلیت ویلی او د ارواښاد روح ته یې د ارامښت دعا کړې ده.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.