TOOSnews
اعلان
جي‌ډي وېنس: اپسټین د امریکا او اسرائیل د استخباراتي ادارو له لوړو کچو سره اړیکې لرلې.
نړۍټوس نیوز

جي‌ډي وېنس: اپسټین د امریکا او اسرائیل د استخباراتي ادارو له لوړو کچو سره اړیکې لرلې.

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

جي‌ډي وېنس، د امریکا د ولسمشر مرستیال، ادعا کړې چې جفري اپسټین، امریکايي پانګه‌وال او هغه کس چې د جنسي ځورونې او جنسي قاچاق په قضیو کې محکوم شوی و، د امریکا او اسراییلو د استخباراتي ادارو له لوړو کچو سره اړیکې لرلې. نوموړي دا څرګندونې د «جو روګن تجربې» په نوم پوډکاسټ کې د مرکې پر مهال کړي دي.

جو روګن له وېنس څخه وپوښتل چې ایا هغه اوازې رښتیا دي چې اپسټین له موساد سره اړیکې لرلې که نه. وېنس په ځواب کې وویل چې کېدای شي دا اړیکې له موساد، د امریکا له مرکزي استخباراتي ادارې، یا د دولتونو له نورو پټو اړوندو ادارو سره وې، چې پکې د امریکا او اسراییلو ادارې هم شاملېدای شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر همدارنګه وویل چې اپسټین «په ښکاره ډول» د امریکا او اسراییلو د استخباراتي ادارو له تر ټولو لوړو کچو سره اړیکه لرله. هغه دا ادعا د پوډکاسټ پر مهال وکړه، خو هېڅ ډول اسناد یا نور جزیات یې وړاندې نه کړل.

وېنس زیاته کړه چې د ده په باور، په اسراییلو کې د اپسټین اړیکې تر ډېره له منځ‌لارې کیڼ اړخو کسانو سره وې، نه له منځ‌لارې ښي اړخو کسانو سره. هغه همدارنګه وویل چې اپسټین په امریکا کې هم د دیموکراټ او جمهوري غوښتونکو دواړو ګوندونو له کسانو سره اړیکې او ملګرتیاوې لرلې.

هغه د مرکې په بله برخه کې ومنله چې سپینې ماڼۍ د اپسټین د دوسیې اړوند اسنادو د خپرولو په برخه کې ښه مدیریت نه دی کړی، خو ټینګار یې وکړ چې دا کمزوري د معلوماتو د پټولو لپاره د هڅې له امله نه وه.

جفري اپسټین، امریکايي پانګه‌وال، لومړی د کم عمره نجونو د جنسي ځورونې په تور محکوم او زنداني شو. له خوشې کېدو وروسته، هغه بیا د جنسي قاچاق په تور ونیول شو او قضیه یې د امریکا له تر ټولو جنجالي حقوقي دوسیو څخه وګرځېده.

د خپرو شویو اسنادو له مخې، اپسټین د خپل فعالیت په کلونو کې له یو شمېر مشهورو سیاسي، اقتصادي، علمي او هنري څېرو سره اړیکې لرلې او په امریکا کې یې په بېلابېلو ښارونو او خپلې شخصي ټاپو کې په خپلو لوکس استوګنځایونو کې له هغوی کوربه‌توب کاوه. په همدې حال کې، عدلي اسنادو د ځینو پېژندل شویو کسانو نومونه د هغه د محافلو او تګ راتګونو په تړاو یاد کړي، خو یوازې په دغو اسنادو کې د نوم موجودیت لازماً د جرم د ترسره کولو معنا نه لري.

د نیویارک پولیسو اعلان وکړ چې جفري اپسټین د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۱۰مه د دغه ایالت په یوه زندان کې مړ شوی دی. امریکايي چارواکو د هغه د مړینې علت ځان وژنه بللې، خو دا قضیه لا هم د عامه بحثونو او بېلابېلو اټکلونو موضوع ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.