TOOSnews
اعلان
جانسون: تمه لرو متحدان مو د ايران د جګړې په پاى ته رسولو كې مرسته وكړي.
نړۍټوس نیوز

جانسون: تمه لرو متحدان مو د ايران د جګړې په پاى ته رسولو كې مرسته وكړي.

۲ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسون ویلي، تمه لري چې د ایران جګړه به ډېر ژر نوي پړاو ته داخله شي او د متحده ایالاتو متحدان به د دې جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

جانسون د یکشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل: «فکر کوم ډېر ژر نوي پړاو ته داخلېږو او دا کار به بشپړ کړو.»

هغه زیاته کړه چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی په تېرو ۵۰ کلونو کې د ټولو امریکايي حکومتونو له مهمو موخو څخه و. نوموړي ادعا وکړه چې ایران د ترهګرۍ تر ټولو لوی دولتي ملاتړی دی او امریکا باید ډاډ ترلاسه کړي چې دغه هېواد اټومي وسلو ته لاسرسی نه پیدا کوي.

د جانسون په وینا، د ډونالډ ټرمپ ادارې د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي موخه ترلاسه کړې ده.

نوموړي د هرمز تنګي د وضعیت په اړه هم وویل چې د دغه تنګي له لارې د نفتو لېږد لا هم دوام لري، خو ټینګار یې وکړ چې امریکا نه شي کولای د خبرو اترو پر مهال پر ایراني چارواکو باور وکړي.

د امریکا د استازو جرګې د مشر څرګندونې داسې مهال کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ پوځي ترینګلتیا او د هرمز تنګي د امنیت په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.