TOOSnews
اعلان
کیم جونګ اون د ټرمپ د اړیکې نیولو تازه هڅې ته ځواب ورنه کړ.
نړۍټوس نیوز

کیم جونګ اون د ټرمپ د اړیکې نیولو تازه هڅې ته ځواب ورنه کړ.

۶ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دغه هېواد د کارګرانو ګوند د سیاسي دفتر په غونډه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه پیغامونو ته هېڅ اشاره ونه کړه. په دې غونډه کې د ۲۰۲۶ کال لپاره د تصویب شویو سیاستونو او پروګرامونو د پلي کېدو بهیر وڅېړل شو.

د شمالي کوریا د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، کیم جونګ اون په دې غونډه کې د لویو دولتي پروژو د پلي کولو پر مهال د «استثنايي مسوولیت‌پذیرۍ» او «خورا زیات احتیاط» پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه د دغه هېواد له چارواکو وغوښتل چې د موجودو نیمګړتیاوو او ستونزو د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي.

په دې غونډه کې د ټرمپ له لوري د شمالي کوریا له مشر سره د اړیکو د بیا ټینګولو د تازه هڅو موضوع هم په رسمي راپورونو کې نه ده یاده شوې. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ مخکې ویلي وو، غواړي له کیم جونګ اون سره مستقیم تماس او اړیکې بېرته پیل کړي.

د کیم جونګ اون له لوري د ټرمپ د تازه پیغامونو په اړه چوپتیا په داسې حال کې ده چې واشنګټن په بېلابېلو پړاوونو کې له پیونګ‌یانګ سره د خبرو اترو د بیا پیل لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی. خو د شمالي کوریا د واکمن ګوند د سیاسي دفتر د وروستۍ غونډې په رسمي راپور کې د ټرمپ د وړاندیز په اړه هېڅ مشخص دریځ نه دی اعلان شوی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.