د کندز ولایت لومړنی دولتي ورزشي جمنازیوم د ورزش ادارې د مسؤلینو، روزونکو، ورزشکارانو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کندز د بدني روزنې او ورزش ریاست مسؤلینو وویل، چې دغه جمنازیوم د المپیک، بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست له بودجې څخه د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
د مسؤلینو په وینا، دغه ورزشي کمپلکس په دوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی او موخه یې د دې ولایت ورزشکارانو ته د تمرین او ورزشي سیالیو د ترسره کولو لپاره د مناسبو اسانتیاوو برابرول دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








