TOOSnews
اعلان
د چک جمهوریت روزونکي ته د پټو ویډیوګانو د ثبتولو له امله د تل لپاره محرومیت ورکړل شو.
ورزشټوس نیوز

د چک جمهوریت روزونکي ته د پټو ویډیوګانو د ثبتولو له امله د تل لپاره محرومیت ورکړل شو.

۳۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

اروپايي فوټبال اتحادیې «یوفا» د چک جمهوریت د ښځینه فوټبال روزونکی، پیټر ولاخوفسکي، د خپلو لوبغاړو د پټو ویډیوګانو د ثبتولو له امله د تل لپاره له هر ډول فوټبالي فعالیت څخه محروم کړی دی.

دغه روزونکی تر دې وړاندې د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې د محکمې له خوا مجرم پېژندل شوی و او په لومړي پړاو کې ورته د یو کال تعلیقي بند او د پنځو کلونو لپاره د روزنې دندې څخه د محرومیت سزا ورکړل شوې وه.

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې ولاخوفسکي تورن و، چې د اسلواچکو کلب له لوبغاړو څخه یې په پټه د لوبډلې د جامو بدلولو په خونو کې ویډیوګانې ثبت کړي دي. د راپورونو له مخې، د قربانیانو ترمنځ تر ټولو کم عمره لوبغاړې ۱۷ کلنه وه.

د هغه تورن‌لیک پر بنسټ چې د چک جمهوریت رسنیو ورته اشاره کړې، دغه روزونکي تورونه منلي او د خپلو کړنو په اړه یې پښیماني څرګنده کړې ده.

یوفا په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې ادارې د کنټرول، اخلاقو او انضباط کمېټې، د دوسیې او مطرح شویو تورونو تر ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې پیټر ولاخوفسکي د تل لپاره له فوټبال سره تړلو ټولو فعالیتونو محروم کړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې یوفا له نړیوال فوټبال فدراسیون «فیفا» څخه غوښتي چې دغه بندیز په نړیواله کچه هم عملي کړي. همدارنګه د چک جمهوریت د فوټبال له فدراسیون څخه غوښتنه شوې چې د هغه د روزنې جواز لغوه کړي.

پیټر ولاخوفسکي مخکې د چک جمهوریت د ښځینه فوټبال د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی و.

د اسلواچکو کلب ویاند رویټرز ته ویلي: «دا موضوع ډېره جدي او خواشینوونکې ده، او کله چې په ۲۰۲۳ کال کې ښکاره شوه، پر کلب او په ځانګړي ډول پر زیانمنو لوبغاړو یې ژوره اغېزه وکړه.»

هغه زیاته کړې: «کلب له هماغه شېبې چې له تورونو خبر شو، له دغه روزونکي سره یې همکاري پرې کړه او له اړوندو ادارو سره یې بشپړه همکاري کړې ده.»

اسلواچکو کلب همدارنګه ټینګار کړی چې د دې قضیې د څېړنې په ټولو پړاوونو کې له زیانمنو لوبغاړو سره په بشپړ حساسیت او درناوي چلند شوی دی.

د فوټبال د لوبغاړو نړیوالې اتحادیې «فیف‌پرو» هم د یوفا د پرېکړې هرکلی کړی او له فیفا یې غوښتي چې دغه بندیز په نړیواله کچه پلی کړي.

فیف‌پرو په خپله اعلامیه کې ویلي: «دا پرېکړه یو روښانه او مهم پیغام لېږي، چې ناوړه او غیراخلاقي چلندونه په فوټبال کې هېڅ ځای نه لري او د لوبغاړو د روغتیا او خوندیتوب ساتنه باید د فوټبال په ټولو کچو کې لومړیتوب وي.»

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.