د امریکا جمهوريپال سناتور لینډسي ګراهام خبرداری ورکړی، که سعودي عربستان، قطر او پاکستان له ابراهیمي تړون سره له یو ځای کېدو څخه انکار وکړي، «دا به زموږ د راتلونکو اړیکو لپاره جدي پایلې ولري او دغه د سولې وړاندیز به د منلو وړ نه وي».
لینډسي ګراهام پر اېکس حواله رسنیو ویلي، «که په حقیقت کې د ایران د شخړې د پای ته رسولو لپاره د دې مذاکراتو په پایله کې، زموږ عرب او مسلمان متحدین په سیمه کې د ابراهیمي تړون سره یوځای کېدو ته تیار شي، دا به دغه تړون د منځني ختیځ په تاریخ کې یو له تر ټولو مهمو تړونونو څخه وګرځوي».
هغه زیاته کړه، «د سعودي عربستان، قطر او پاکستان د ابراهیمي تړون سره یو ځای کېدل به د سیمې او نړۍ لپاره ژور بدلون رامنځته کړي. دا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا یو ډېر هوښیار ګام دی».
سناتور ګراهام، سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته په اشارې سره وویل، «اوس د دې وخت دی چې د نوي منځني ختیځ د راتلونکي لپاره زړور ګام واخلئ. زه تمه لرم، لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ وړاندیز کړی، تاسو به په رښتیا سره د ابراهیمي تړون برخه شئ او په عملي ډول به د عرب-اسراییل شخړه پای ته ورسوئ».
همداراز هغه خبرداری ورکړ، «که تاسو د دې لارې له منلو څخه انکار وکړئ، نو دا به زموږ د راتلونکو اړیکو لپاره جدي پایلې ولري او دغه د سولې وړاندیز به د منلو وړ نه وي. سربېره پر دې، تاریخ به دا یوه لویه سیاسي تېروتنه وبولي».
هغه ولسمشر ټرمپ ته، له ایران سره د یوې ښې معاملې لپاره په خپل دریځ د ټينګ پاتې کېدو ترڅنګ وویل، «دا هم مهمه ده چې پر دې ټینګار وکړي چې سعودي عربستان او نور هېوادونه باید د ابراهیمي تړون برخه وګرځي».
لیکوال:سعید سمیر








