TOOSnews
اعلان
د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور لېنډزي ګراهام د ۷۱ کلونو په عمر وفات شو.
نړۍټوس نیوز

د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور لېنډزي ګراهام د ۷۱ کلونو په عمر وفات شو.

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لینډزي ګراهام، د امریکا د سویلي کارولاینا ایالت مخکښ جمهوري غوښتونکی سناتور، له یوې لنډې او ناڅاپي ناروغۍ وروسته د ۷۱ کلونو په عمر وفات شو. د هغه د رسنیز دفتر د دې تجربه‌کار سناتور د مړینې خبر تایید کړی دی.

ګراهام له ۲۰۰۳ کال راهیسې د امریکا د سنا په مجلس کې د سویلي کارولاینا ایالت استازی و او د جمهوري غوښتونکي ګوند د یوه پېژندل شوي شخصیت په توګه یې د بهرني سیاست، ملي امنیت او دفاعي چارو په بحثونو کې مهم رول درلود. له سیاست څخه مخکې هغه د امریکا په هوايي ځواک کې د حقوقي افسر په توګه دنده ترسره کړې وه او د دغه هېواد د هوايي ځواک په احتیاطي برخه کې د ډګروالۍ رتبې ته رسېدلی و.

دغه جمهوري غوښتونکی سناتور په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پر مهال د امریکايي ځواکونو د ماموریت د دوام ملاتړ کاوه او د ولسمشر جو بایډن د ادارې پر مهال د امریکايي ځواکونو د وتلو له مهمو منتقدانو څخه و. ګراهام څو ځله خبرداری ورکړی و چې د امریکا د ځواکونو بشپړ وتل ښايي د القاعدې او داعش په څېر ډلو د بېرته پیاوړي کېدو زمینه برابره کړي.

ګراهام د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د هغه له سختو منتقدانو څخه و، خو په وروستیو کلونو کې په کانګرس کې د ټرمپ له نږدې متحدینو څخه وګرځېد. هغه په وروستیو کلونو کې د ټرمپ د ډېرو دریځونو او سیاستونو، په ځانګړې توګه د ملي امنیت او بهرني سیاست په برخو کې، ملاتړ کړی و.

لیکواله:سلیمه آریايي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.