TOOSnews
اعلان
د ایران او امریکا اصلي منځګړو د چین له ولسمشر سره په پکن کې لیدلي.
نړۍټوس نیوز

د ایران او امریکا اصلي منځګړو د چین له ولسمشر سره په پکن کې لیدلي.

۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د چين دولتي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر شي جين‌پينګ په پکن کې د ايران او امريکا د خبرو اترو له مهمو منځګړو سره ليدلي دي. په همدې وخت کې، د څو هېوادونو ډيپلوماټيکې هڅې روانې دي څو د امريکا، اسرائيلو او ايران ترمنځ تاوتريخوالی او جګړه په رسمي ډول پای ته ورسوي.

د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف د څلور ورځني رسمي سفر په ترڅ کې چين ته تللی دی. د پاکستان دولتي ټلوېزيون نن راپور ورکړ چې فېلډ مارشال عاصم منير، د پاکستان د پوځ او وسله‌والو ځواکونو لوی درستيز، هم ورسره يوځای شوی او په دغو ليدنو کې يې ګډون کړی دی.

د پاکستان د دولتي ټلوېزيون د راپور له مخې، شهباز شريف د چين له مشرانو سره د عاصم منير په حضور کې وويل: «نړۍ له يوې بحراني شېبې څخه تېرېږي.»

هغه همداراز وويل: «پاکستان په رښتينولۍ سره د امريکا او ايران ترمنځ د منځګړي رول لوبولی دی. فېلډ مارشال عاصم منير تهران ته تللی و او نه يې غوښتل دا مهم سفر له لاسه ورکړي.»

د پاکستان لومړي وزير زياته کړه: «وضعیت په سمه لاره روان دي او زه د سولې د ترويج لپاره د چين له ملاتړه مننه کوم.»

شهباز شريف تر دې وړاندې د چين له لومړي وزير او دويم لوړپوړي چارواکي لي چانګ سره هم ليدلي او خبرې کړې وې.

چين اعلان کړی چې له پاکستان سره به همکاري وکړي څو منځني ختيځ ته د سولې او ثبات په ژر بېرته راوستلو کې مثبت رول ولوبوي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم تاييد کړې چې د منځني ختيځ کړکېچ په پکن کې د خبرو يو مهم محور و.

فېلډ مارشال عاصم منير د جمعې او شنبې په ورځو کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي سره يوځای د ايران او امريکا ترمنځ د منځګړيتوب لپاره تهران ته تللی و.

شهباز شريف خپل رسمي سفر د شنبې په ورځ د چين له هانګژو ښار څخه پيل کړ، چې هلته يې د چين او پاکستان د ګډې پانګونې کنفرانس مشري وکړه.

بل لور ته، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند د امريکايي چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د خبرو اترو د پرمختګ په اړه شوې وې، وويل چې دواړه خواوې په ځينو موضوعاتو کې يوې پايلې ته رسېدلې دي؛ خو لا هم نشي ويل کېدای چې ژر به يوه هوکړه وشي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي د امريکايي چارواکو ضد او نقيض دريځونه او د خبرو پر مهال د امريکا د بريد مخينه د تهران د احتياط لاملونه وبلل.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو هم اعلان کړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د هوکړې بهير «لا هم د پرمختګ په حال کې دی». د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پرون د دواړو خواوو هوکړې ته د نږدې کېدو خبر ورکړی و؛ خو ټينګار يې وکړ چې د هوکړې لپاره بيړه نه لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.